د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوریت غوښتونکي کوښښ کوي چې د امریکا حکومت ونه تړل شي


د امریکا د حکومت بودیجه باید د کانګرس لخوا تر جمعې شپې پورې [جنورۍ ۱۹] منظوره شي په غیر هغه صورت کې به د حکومتي اردو کار له خنډ او ځنډ سره مخامخ شي.

په کانګرس کې د دیموکرات او جمهوریت غوښتونکو ګوندونو غړو د مهاجرت قانون پر سر اختلاف لري او دغې مسلې د بودیجې پر تصویب اثر کړی دی.

دیموکراتان غواړي چې د حکومت د کار د دوام په خاطر یواځې د مصارفو بودیجه تصویب کړي خو جمهوریت غوښتونکي بیا کوښښ کوي چې بودیجه باید د سرحدي امنیت او په قانوني مهاجرت کې د اصلاحاتو کار تقویه کړي.

جمهوریت غوښتونکو دیموکراتانو ته یوه مصوده لیږلې چې د ۷۰۰۰۰۰ غیرقانوني مهاجرو لپاره قانوني بودیجه تخصیص شوې نه ده.

دیموکراتانو غوښتنه کړې چې په هر ډول لنډمهالې مصرفي بودیجې کې دې د مهاجرینو د ساتنې د یو پروګرام (ډاکا) د ذیحق کسانو خوندیتوب په پام کې ونیول شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ټوئيټ کې لیکلي دي چې "د حکومت تعطیل به زموږ د پوځ لپاره ورانونکی وی."

جمهوریت غوښتونکي کوښښ کوي چې د امریکا حکومت تعطیل نشي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:05 0:00

XS
SM
MD
LG