د لاس رسي وړ اتصالات

په دوو ایالتونو کې کروز تر ټرمپ مخکې شو


د جمهوري غوښتونکو احتمالي کاندید سناتور کروز په کنساس او مېن کې مقدماتي انتخابات وګټل
د جمهوري غوښتونکو احتمالي کاندید سناتور کروز په کنساس او مېن کې مقدماتي انتخابات وګټل

په امریکا کې د مقدماتي یا ګوندي انتخاباتو په لړ کې، ټیډکروز د کنساس او مېن په ایالتونو کې تر خپلو سیالانو مخکې شوی دی.

د جمهوري غوښتونکو مخکښ کاندید ډونالډ ټرمپ بیا د د کنټکي په ایالت کې انتخابات وګټل.

جمهوري غوښتونکو په لوزیانا او پورتریکو کې هم مقدماتي انتخابات کړي دي.

د کنساس په ایالت کې سناتور ټیډ کروز ۵۰ فیصده رایې وګټلي. د هغه نه وروسته میلیاردر ډونالډ ټرمپ دوهم راغلی دی او د هغه نه وروسته بیا مارکو روبیو او جان کېسیک دي.

د کنساس ایالت به د جمهوري غوښتونکو ګوندي غونډې ته چې کاندید به وټاکي ۴۰ استازي استوي.

دیموکراتانو هم د شنبې په ورځ په مقدماتي انتخاباتو کې د خپل کاندید د ټاکلو لپاره په کنساس، نبراسکا او لوزیانا کې انتخابات وکړل.

مقدماتي نتایج، چې د رسنیو د سرویګانو په اساس، اعلان شوي ښيي چې د نبراسکا او کنساس په انتخاباتو کې برني سنډرس مخکې دی او په لوزیانا کې بیا هیلري کلنټن مخکې ده.

تر اوسه پورې د جمهوري غوښتونکو ترمنځ ډونالډ ټرمپ ډیر استازي لري.

د شنبې د ورځې د انتخاب شوو استازو نه بغیر، د ټرمپ د استازو شمیر ۳۲۹ دی او د ټیډ کروز استازي ۲۳۱ دي.

د شنبې د ورځې په انتخاباتو کې جمهوري غوښتونکي ۱۵۵ استازي ټاکي.

د شنبې د ورځې د ټاکل شوو استازو نه بغیر، تر اوسه په دیموکراتانو کې هیلري کلنټن ۱۰۶۶ او برني سنډرس ۴۳۲ استازي لري.

په ټولو ایالتونو کې د مقدماتي انتخاباتو وروسته به د دواړو ګوندونو د کاندیدانو د ټاکلو لپاره استازي غونډه وکړي.

د ګوند په غونډو کې به د نومبر د میاشتې د انتخاباتو لپاره د ګوندونو کاندیدان وټاکل شي.

XS
SM
MD
LG