د لاس رسي وړ اتصالات

الکترونیکي سګریټ د اعتیاد سبب کیدای شي


د الکترونیکي سګریټو څکول د امریکايي تنکي ځوانانو په منځ کې رواج پيدا کړی دی.
د الکترونیکي سګریټو څکول د امریکايي تنکي ځوانانو په منځ کې رواج پيدا کړی دی.

په تیرو څو کلنو کې د الکترونیکي سګریټو څکول دود شوي دي. د دغه ډول سګړیټو څکول په ځوانانو کې ډیر شوی دی.

د ناروغیو د کنټرول او وقایې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو مرکز یا CDC وايي چې څیړونو یې دا موندلې ده چې په ۲۰۱۴ کال کې په امریکا کې د الکترونیکي سګریټو څکول په تنکي ځوانانو کې درې برابره زیات شوی دی.

د امریکا د روغتیا ملي انستیتیوت یا NIH په یوې نوې څیړنې کې دا موندلې ده چې د دې احتمال ډیر دی چې هغه تنکي ځوانان چې الکترونیکي سګریټ څکوي، تر هغو ځوانانو چې دغه ډول سګریټ نه څکوي، د تمباکو په څکولو اخته شي.

د NIH د څیړونکو په ډله کې آډم لیوانتال هم شامل دی. هغه د جنوبي کالیفرونیا په پوهنتون کې استاد دی او د سګریټو د څکولو د عادت د کمولو او په سګریټو د اخته کیدو په برخې کې یې خپل تخصص کړی دی.

لیوانتال وايي چې که څه هم الکترونیکي سګریټ د تنباکو خوند لري خو بیل بیل ډولونه یې بیلې بیلې ذایقې لري چې دغه د دې سبب کیږي چې د دغه سګریټو څکول په ځوانانو کې رواج پیدا کړي.

«دغه [سګریټ] په بیلابیلو خوندونو کې پیدا کیږي. . . او د عصري ټکنالوجۍ نه پکښې کار اخیستل کیږي، تاسو پوهیږی چې دغه ډول سګریټ عصري او فیشني دي.»

د الکترونیکي سګریټو تاثیرات

الکترونیکي سګریټ، الکترونیکي چیلم یو شان ته تولیداتو ته ویل کیږي. دغه تولیدات په اصل کې د نیکوتین د استعمال وسیلې دي.

څیړنې ښيي چې نیکوتین د تنکي ماشومانو په حافظې باندې تاثیر کولای شي. نیکوتین کولای شي چې په انسان کې فکري تشنج، خپګان او یا هم تشویش پيدا کړي.

ځینې ډاکټران دا اندیښنه هم لري چې نیکوتین د بالغو انسانانو ماغزه دې ته اماده کوي چې په دوامداره توګه او په قوت سره اعتیاد ته مخه کړي او دغه اعتیاد بیا نه یوازې د نیکوتینو اعتیاد دی بلکه کیدای شي چې د کوکاینو، مروانا یا چرس او نورو مخدره موادو اعتیاد ته هم لاره هواره کړي.

د جنوبي کارولینا د پوهنتون څیړونکو دغه څیړنې د لیسو په ۲۳۰۰ زده کونکو باندې کړې ده. دغه زده کوونکي د لاس انجلس د سیمې په ښوونځیو کې درس وايي او عمرونه یې د ۱۴ کلنو په شاوخوا کې وو. دغه څیړنې مقایسوي شکل هم درلود.

لیوانتال وویل «موږ هغه تنکي ځوانان چې الکترونیکي سګریټ یې استعمالول د هغو تنکي ځوانانو سره مقایسه کړل چې نه یې استعمالول او بیا مو دا وکتل چې آیا وروسته د تمباکو په استعمال کې د دغو دوو ډلو ترمنځ کوم توپیر شته او که نه شته. »

لیوانتال وايي چې «هغه تنکي ځوانان چې الکترونیکي سګړیټ یې استعمالول تر هغو چې نه یې استعمالول په تنباکو د اخته کیدو چانس یې څلور برابره ډیر و.»

هغه دا خبره هم کوي چې که څه هم الکترونیکي سګړیټ په مستقیمه توګه د دې سبب نه کیږي چې وروسته دې څوک په تمباکو اخته شي خو په د الکټرونیکي سګریټو استعمال بیا د دې خطر ډیروي چې څوک دې په نشه یي توکو اخته شي.

XS
SM
MD
LG