د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولانډ بلې دورې ته ځان نه کاندیدوي


نظرپوښتنې ښيي چې زیاتره فرانسویان نه غواړي چې فرانسوا هولانډ دې د دوهمې دورې لپاره ځان کاندید کړي
نظرپوښتنې ښيي چې زیاتره فرانسویان نه غواړي چې فرانسوا هولانډ دې د دوهمې دورې لپاره ځان کاندید کړي

د فرانسې جمهور رئيس فرانسوا هولانډ وايي پلان نه لري چې د بلې دورې لپاره ځان د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې کاندید کړي.

په دغه اعلان سره، فرانسوا هولانډ د فرانسې په اوسني تاریخ کې لومړی جمهور رئیس شو چې د بیا انتخابیدو لپاره په انتخاباتو کې نه دریږي.

د فرانسې جمهور رئیس هولانډ د پنجشنبې په ورځ اعلان په تلویزیون وکړ. هغه وویل چې د ده نه ملاتړ دومره نه دی چې دی دې دوهمه دوره انتخابات وګټي.

«زه پوهیږم چې که زه ودریږم نو کافي ملاتړ به و نه لرم، نو ما تصمیم نیولی چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د خپلې کاندیدۍ نه تیر شم.»

د نظرپوښتنو په اساس د فرانسوا هولاند محبوبیت ډیر کم دی. د فرانسوا هولانډ اعلان چې د دوهمې دورې لپاره به نه دریږي، هغې آوازې ختموي چې ویل کیدل آیا فرانسوا هولانډ به د کم محبوبیت سره په انتخاباتو کې ودریږي.

څو ورځې مخکې، د فرانسې صدراعظم مینوال والز ویلي و چې هغه «تیار» دی چې د سوسیالستانو په مقدماتي انتخاباتو کې ودریږي.

د هولانډ د حکومت په دوره په فرانسې کې تروریستي بریدونه وشول چې دا فرانسې په معاصر تاریخ کې ساری یې نه و لیدل شوی.

هولانډ په دې کې هم پاته راغلی و چې خپله ژمنه چې په فرانسې کې د بې کاري کچه راکموي پوره کړي.

هولانډ چې کله په ۲۰۱۲ کال کې جمهوررئیس شو نو ډیر ژر یې محبوبیت ورسره کم شو.

نظرپوښتنې ښيي چې زیاتره رایه ورکونکي نه غواړي چې هغه دې په قدرت پاته شي.

نظر پوښتنې ښيي چې د هولاند محبوبیت د فرانسې تر بل هر پخوانی جمهوررئیس کم دی.

XS
SM
MD
LG