د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز والي: طالبان په کندز د برید توان نه لري


د کندز والي اسدالله عمرخیل
د کندز والي اسدالله عمرخیل

د کندز والي وايي چې طالبان د کندز په ښار د برید توان نه لري. خو، هغه دا مني چې د کندز د ښار شاووخوا کې طالبان فعالیت کوي.

د کندز والي د دغه ولایت د مرستیال د معرفۍ په غونډه کې وویل چې دوي مخالفینو ته وخت ورکوي او هغه وخت به پرې حمله کوي چې ملکي وګړو ته په کې زیان وانه وړي.

اته میاشتې وړاندې کندز د طالبانو په لاس سقوط وکړ، له هغې وروسته مرکزي حکومت پریکړه وکړه چې ددغه ولایت یو شمیر لوړپوړي او ټیټ پوړي مامورین له دندو ګوښه کړي او یا یې هم نورو ولایتونو ته تبدیل کړي.

د کندز والي اسدالله عمرخیل د یکشنبې په ورځ په هغه غونډه کې چې ددغه ولایت مرستیال په کې معرفي کیده وویل چې یو شمیر خلک د طالبانو پر طرفدارۍ تبلغات کوي چې ګوندې د عشرونو له ټولولو وروسته به بیا پر کندزښار برید وکړي.

عمرخیل زیاته کړه چې طالب د افغان ځواکونو په بریدونو کې ددې توان له لاسه ورکړی چې بیا پر کندز برید وکړي.

«هغه خلک چې د طالب په طرفدارۍ تبلیغات کوي دا افغانان نه دي، طالب هیڅ هم نه شي کولای، طالب سره چې نرمه رویه کیږي په دې خاطر چې د عامو خلکو تلفات په کې رامنځ ته نه شي او کورونه یې وران نه شي.»

هغه زیاته کړه چې طالبان اوس د ښار شاوخوا سیمو کې ګشت وګزار کوي خو دوي به تر هغې وخت ورکړي چې په طالبانو په برید کې ملکي وګړو ته زیان نه اوړي.

«د ښار د شاوخوا د طالب د ګشت او ګوزار نه هدف دا نه دی چې دولت کمزوری دی بلکه دوي طالبان تر څار لاندې نیولي او یوه ورځ به پرې برید کوي.»

اسدالله عمرخیل د کندز د جوړیدو په اړه خلکو ته اطمنان ورکړ چې مرکزي حکومت اوس دغه ولایت ته زیاته پاملرنه کوي او په هر ډول شرایطو کې به ددې ولایت د رغولو او پرمختګ لپاره کار کوي.

«مرکزي حکومت کندز ته پاملرنه کړې او دغه ولایت به داسې جوړیږي لکه څرنګه کې ددې ولایت د خلکو غوښتنه ده.»

د کندز والي اسدالله عمرخیل په داسې حال کې طالبانو ته د وخت ورکولو خبره کوي چې له پرون ماښام راهیسې د بې پیلوټه الوتکې په دوه جلا جلا بریدونو کې ۱۶ تنه وسله وال طالبان په دغو بریدونو کې وژل شوي دي.

د کندز پولیس وايي چې په دغه دوو بریدونو کې د عثماني په نامه هغه طالب وسله وال هم وژل شوی چې د شنې تپې په سیمه کې یې مساپر له موټرو کوز کړي وو.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG