د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو مشران په وارسا کې د افغانستان په اړه خبرې کوي


د ناټو دوه ورځنۍ غونډه د جمعې په ورځ په وارسا کې پیلیږي

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او د ملي وحدت د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ناتو د مرستو د جلبولو په هیله وارسا ته تللي چې د جمعې او شنبې په ورځو په پولنډ کې د ناتو په سرمشریزه کې گډون وکړي.

ناتو به په دې غونډه کې د ٢٠٢٠ کال پورې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د پوځي مرستو د دوام او پراخولو په اړه تصمیم ونیسي او د افغانستان حکومت تمه لري چې د ترهگرۍ پر ضد د مبارزې او د افغان ځواکونو د پیاوړي کولو په برخه کې د ناتو ملاتړ ترلاسه کړي.

د افغانستان د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دواخان مینه پال د امریکا غږ ته وویل چې د ملي وحدت د حکومت مشران به د وارسا په غونډه کې پنځه کلنه ستراتیژي وړاندې کړي او د دې سازمان نه به وغواړي چې هر کال پنځه میلیارده ډالر د افغانستان سره مرسته وکړي.

د ناټو د مشرانو دوه ورځنۍ غونډه د جمعې په ورځ په وارسا کې پیل کیږي. په غونډه کې به په درېیو مهمو امنیتي مسائلو خبرې وشي: د افغانستان د ځواکونو د ملاتړ ادامه، د اسلامي دولت د ډلې ځپل او په ختیځې اروپا کې د روسیې د تیریو مخنیوی.

د امریکا جمهوررئیس پرون اعلان وکړ چې د افغانستان نه به د امریکايي عسکرو د رایستلو پروسه ورو کوي.

مخکنی پلان دا و چې امریکا به د روان عیسوي کال تر پایه په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمیر ۵۵۰۰ ته راکموي خو اوس به په افغانستان کې ۸۴۰۰ امریکايي عسکر پاته شي.

«د جنوري په میاشت کې به نوی جمهوررئیس د امریکا د وسله والو ځواکونو د عالی سرقوماندان په حیث د امریکا د امنیت او د امریکا د خلګو د خوندیتوب دی مسؤلیتونه په غاړه واخلي.»

جمهوررئیس اوباما زیاته کړه چې تصمیم به یې د امریکا د نوي جمهوررئیس سره مرسته وکړي چې د تروریزم د ګواښ سره مقابله وکړي.

«دغه تصمیم چې زه نیسم دا اطمیناني کوي چې زما جانشین به داسې څه په لاس کې ولري چې په افغانستان کې پرمختګونو ته دوام ورکړي او دا به هم ورته آسانه کړي چې د تروریزم ګواښ ته چې هر شکل ونیسي خواب ووايي.»

د ناټو په غونډه کې به د داعش خلاف د مبارزې په اړه هم خبرې وشي.
د ناټو په غونډه کې به د داعش خلاف د مبارزې په اړه هم خبرې وشي.

اوس نو د امریکايي عسکرو د شمیر په اړه ناڅرګندتیا ختمه شوه، او د چارو کارپوهان په دې نظر دي چې د ناټو مشران به په وارسا کې د افغانستان د ستونزو د حل کولو سره د مرستې په غرض په یوې ستراتیژۍ کار وکړي.

په واشنګټن کې د نړۍ والو ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز کارپوه انټوني کوردسمن وویل «راځئ، سپینه خبره وکړو. ناټو بله لاره نه لري؛ د خطرونو لپاره څوک ترجیحي درجې نه ټاکي، پکار ده چې له ټولو خطرونو سره مقابله وشي.»

افغانستان اوس د ډیرو ستونزو سره مخامخ دی چې پکښې، خراب اقتصادي حالت، د طالبانو سره د سولې خبرې او د افغانانو د مرګ ژوبلې زیاتیدل شامل دي.

داعش او روسیه

د افغانستان پر ستونزو سربېره ناټو د داعش یا اسلامی دولت له ډلې سره مخامخ دی. د ناټو غړو هیوادونو خپل عسکر دامریکا په مشرۍ ایتلاف ته شامل کړي دي.

تیرکال په پاریس کې د تروریستي برید وروسته د یوشمېر غړیو هېوادونو له خوا نه پر ناټو غږ وشو چې د مجموعي دفاع په نامه د داعش خلاف پراخ گامونه اوچت کړي.

خو یوشمېر نور تحلیل کوونکي خبرداری ورکوي چی پکار ده ناټو هلته ډېر زیات دخالت ونلري.

په غونډه کې به د روسیې د تیرو په اړه هم خبرې وشي.
په غونډه کې به د روسیې د تیرو په اړه هم خبرې وشي.

د جان هاپکنز د پرمختللو نړۍ والو مطالعاتو د پوهنځی استاد ډانیل سرور وویل چې «زه فکر کوم چې ناټو به په رسمي ډول په سوریه او عراق کې په غټه کچه مداخله ونکړي، ځکه موږ د روسېې همکاری ته په سوریه کې په خاصه توگه اړتیا لرو. که چېرې ناټو هلته حضور ولری، نو د روسانو همکاری لاسته نشو راوړلی.»

په عین وخت کې، د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل، چې د پنجشنبې په ورځ یې د خپل هیواد پارلمان ته خبرې کولې دا ومنله چې په اوکراین کې د روسیې د مداخلې له امله په شرقي اروپا کې په ناټو اعتماد کم شوی دی.

«د اوکراین په کړکیچ کې د روسیې اعمال زموږ شرقي ګاونډي ناآرامه کړي دي. که چیري د قانون بالادستي او سرحدونو ته احترام په خبرو او اعمالو کې د ګواښ سره مخامخ شي نو په ناټو اعتماد له منځه ځي.»

خو، د امریکايي چارواکو له قوله، د بې اعتمادۍ د لېري کولو لپاره او په ختیځې اروپا کې د روسیې د مداخلې د مخنوۍ لپاره به امریکا، بریتانیه، جرمني او کاناډا د اروپا په ختیځ کې په دوره یې توګه د ناټو د یو کنډک مشري وکړي.

XS
SM
MD
LG