د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې د راتلونکي په اړه دوهمه غونډه جوړیږي


غونډه به د اتریش په مرکز ویانا کې وشي
غونډه به د اتریش په مرکز ویانا کې وشي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د پنجشنبې په ورځ ویانا، تونس او ترکیې ته په یو درې ورځني سفر روان شو چې په ترڅ کې به یې په هغه غونډې کې برخه واخلي چې د سوریې په اړه جوړیږي.

ښاغلي کېري به شنبې په ورځ د نړۍ د نورو د یو شمیر هیوادونو د لوړپورړو دیپلوماتانو سره دوهمه غونډه وکړي او د سوریې د سیاسي راتلونکي په اړه به خبرې وکړي.

د سوریې د راتلونکې په اړه لومړۍ غونډه د تیرې عیسوي میاشتې په پای کې وشوه. د لومړۍ غونډې په پریکړه لیک کې د نړۍ ۱۷ هیوادونو، متحده ایالاتو او اروپايي اتحاد موافقه وکړه چې د سوریې د کورنۍ جګړې د ختمولو لپاره به دیپلوماتیکې هڅې زیاتوي.

همداراز، د غونډې ګډونوالو د ملګروملتونو په منځګړتوب د سوریې د حکومت او منځلارو مخالفینو ترمنځ د خبرو او احتمالي اوربند په اړه هم موافقه وکړه.

خو، په غونډې کې په یو شمیر موضوعاتو موافقه و نه شوه. یوه موضوع چې ورباندې موافقه و نه شوه هغه د بشارالاسد سرنوشت و.

د لومړۍ غونډې په پای کې، جان کېري وویل چې د [روسیې د بهرنیو چارو وزیر] سرګي لاوروف، [د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد] ظریف او زه او نور په دې پوهیږو چې موافق نه یو.»

د ټونس مذاکرات

د جان کېري به لومړی ټونس ته ولاړ شي. تمه ده چې هغه به په ټونس کې د دیموکراتیکو اصلاحاتو ستاینه وکړي.

خو، د ټونس اقتصاد ته، په تیره بیا د توریزم سکتور ته، د مارچ او جون د میاشتو د تروریستي پيښو وروسته تاوان رسیدلی دی. د دغو پيښو مسولیت د اسلامي دولت ډلې په غاړه اخیستی و.

کېري به د امریکا او تونس ترمنځ د ستراتیژیک دیالوګ په ترڅ کې د تونسي چارواکو سره وګوري.

د آپریل په میاشت کې هم هغه د تونسي چارواکو سره وکتل او په ځینو موضوعاتو، لکه امنیت، شراکت او اقتصاد، یې ورسره خبرې وکړي.

د خپل سفر په درېیمه ورځ به ښاغلي کېري ترکیې ته ولاړ شي. هغه به په ترکیې کې د ولسمشر اوباما سره یو ځای د ۲۰ صنعتي هیوادونو په غونډه کې ګډون وکړي.

د جي شلو یا ۲۰ صنعتي هیوادونو غونډه به د یکشنبې او دوشنبې په ورځ وشي.

XS
SM
MD
LG