د ترکمنستان دولتي رسنۍ رپوټ ورکوي چې ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف د ټاپي د ګازو د پایپ لاین د پروژې د پیلولو امر کړی دی.
په هغه فرمان کې چې د شنبې په ورځ ولسمشر بردي محمدوف صادر کړی دی د ترکمنستان د ګازو دولتي شرکتونو ته امر شوی دی چې د دیسمبر په میاشت کې دې د پایپ لاین د هغې برخې کار پیل کړي چې د ترکمنستان څخه تیریږي.
اټکل کیږي چې د ټاپي د پایپ لاین په جوړولو به ۱۰ میلیارد ډالره ولګیږي. دغه پایپ لاین د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند نه تیریږي.
دغه پایپ لاین به ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالۍ لرې او د کاله د ۳۳ میلیارد متر مکعب ګازو د انتقال ظرفیت ولري.
تمه کیږي چې د پایپ لاین کار به د ۲۰۱۸ کال تر پایه پای ته ورسیږي او د ترکمنستان څخه به افغانستان، پاکستان او هند ته د ګازو انتقالول پیل شي.
د اوس لپاره ترکمنستان خپل د ګازو زیاتره برخه په چین باندې خرڅوي.
ټاپي ته د یو داسې پروژې په سترګه کتل کیږي چې کولای شي چې د ترکمنستان ګازو ته نور مارکیټونه پیدا کړي او د ترکمنستان اتکا په چین باندې کمه کړي.
خو د پروژې د عملي کولو په اړه ځینې ستونزې هم شته چې په افغانستان کې ناامني هم پکښې شامله ده.