د لاس رسي وړ اتصالات

دیمپسي: د داعش خلاف جگړه د بن بست سره مخامخ ده


د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې مشر جنرال مارټین ډیمپسي
د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې مشر جنرال مارټین ډیمپسي

د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې مشر جنرال مارټین ډیمپسي خبریالانو ته د جرمني په پایتخت برلین کې وویل چې د دواړو خواوو چلینجونه د دې سبب شوي دي چې نه تروریستان او نه هم د تروریستانو خلاف ایتلاف دې په جګړې کې ډراماتیک پرمختګ وکړي.

د جنرال دیمپسي په وینا د اسلامي دولت د ډلې سره جګړه په «تکتیکي» لحاظ د «بن بست» سره مخامخ شوې ده.

ښاغلي دیمپسي وویل چې نړیوال ایتلاف د اسلامي دولت د ډلې د اکمالاتو مخه نیولې ده، د دغه ډلې د قوماندې او کنټرول په مرکزونو باندې یې بریدونه کړي او د بیلابیلو لارو نه یې په دغې ډلې فشار راوستی دی.

خو دغه امریکايي جنرال دا خبره هم وکړه چې د عراق حکومت په داخلي مشکلاتو اخته و او د عراق په پوځ کې د مشرتابه تغیرات او د اکمالاتو ستونزې موجودي وي.

ښاغلي ډیمپسي وویل چې «دغه ټول د [عراقیانو] په اړه دي چې خپل کور ترتیب کړي او د [داعش] خلاف پرمختګ ته ځانونه چمتو کړي.»

د جګړې سیمې

د سپټمبر د میاشتې په پیل کې، د امریکا د دفاع وزارت وویل چې بیجي په ښار کې د سیمې د بیرته نیولو لپاره، داعش د عراق عسکر په شا تمبولي دي. بیجي داسې یو ښار دی چې د تیلو د تصفیې فابریکې پکښې موقعیت لري او موصل ته لاره هم د دغه ښار نه تیریږي.

د دغه ښار د کنټرول لپاره د څو میاشتو راهیسې جګړه روانه ده چې ځینې وختونه د داعش لاس ته لویدلی او ځینې وختونه بیا د عراق د پوځ په لاس کې دی.

د مي په میاشتې کې، عراقي امنیتي ځواکونه د الانبار د ولایت د مرکز رمادي نه وتښتیدل. وروسته بیا عراقي قواوي د رمادي ښار ته نږدې شوي او هڅه یې وکړه چې د اسلامي دولت د ډلې وسله وال په دغه ښار کې محاصره کړي.

جنرال ډیمپسي وویل چې د عراق د پوځ د هغو مشرانو پرځای چې د رمادي ښار یې خوشي کړی نور کسان ګمارل شوي دي او اوس د عراقیانو د ضرورت وړ وسلې په ډیپوګانو کې موجودې دي.

ډیمپسي یو ځل بیا د امریکا د دفاع د وزارت هغه خبره تکرار کړی چې وايي داسې نه ده چې د وسله والو خلاف عراقي ځواکونه ورو عمل کوي بلکه دغه ځواکونه سیاسي چاپیریال ته په کتو سره غواړي چې په داسې سرعت مخې ته ولاړ شي چې د نیول شوو سیمو د ساتلو وس ولري.

دیمپسي وویل چې «عراق به د حکومتدارۍ د سرعت په اساس مخې ته ولاړ شي، نه د د پوځي قابلیتونو د سرعت په اساس.»

د «بن بست» استعمال

دا دوهم ځل دی چې یو امریکايي چارواکی د «بن بست» ټکی د داعش خلاف د جګړې لپاره استعمالوي.

د اګست په میاشت کې د امریکا د هغه مهال د پوځ لوی درستیز ريمند اودیېنو (Ray Odierno) خبریالانو ته وویل چې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف هوايي بریدونو د داعش د تعرضي عملیاتو مخه نیولې ده. خو هغه خبرداری ورکړ چې «همدا اوس موږ په یو ډول بن بست کې قرار لرو.»

کله چې د اودیېنو نه پوښتنه وشوه چې که چیري په عراق کې په راتلونکو څو میاشتو کې پرمختګ و نه شي نو آیا امریکا باید چې دغه هیواد ته عسکر واستوي.

نو هغه وویل: «امریکا باید چې په دې اړه غور وکړي چې یو شمیر عسکر د عراقي قواوو سره یوځای ولري، او بیا وکتل شي چې آیا دغه [په جګړې کې] تغیر راوړي او که نه.»

دیمپسي د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې د مشر په صفت خپل وروستی نړیوال سفر کوي. هغه د برلین نه ترکیې او استونیا ته ځي او هلته به د اسلامي دولت د ډلې د ګواښ او په ختیځې اروپا کې د روسیې د تیري د احتمالي ګواښونو په اړه خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG