د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د کروناویروس له کبله مړینه کمه شوې ده


په پاکستان کې چارواکي وايي چې د کروناوېروس له امله د انسانانو مړینه خورا کمه شوې ده.

حکومت د دوشنبې په ورځ جولائ ۲۷مه (زمری۶) اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ کسان مړه شوي دي.

د پاکستان د صدراعظم یوه ځانګړي سلاکار ظفر مرزا ټویټ کړی چې په "تېرو درېو میاشتو کې موږ د کروناوېروس د مړینې ټیټ ارقام لرو."

د ټویټ په یوې بلې برخې کې لیکل شوي "موږ د جون په ۲۰مه د ۱۵۳ مړو لوړ شمېر درلود خو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ کسه مړه شوي دي".

د جانس هاپکنیز پوهنتون د معلوماتو له مخې په پاکستان کې ۲۷۴۰۰۰ کسان په کرونا اخته شوي او شاوخوا ۶۰۰۰ نور یې امله مړه شوي دي.

څو ورځې مخکې د پاکستان صدراعظم د کروناوېروس د خپرېدو د مخنيوي په خاطر، له خپل ولس څخه وغوښتل چې لوی اختر ساده ولمانځي.

د کروناوېروس د ۲۰۱۹ د ډېسمبر په میاشت کې د چین د هوبي له ایالت نه نړۍ ته خپور شو. دغې وبا نژدې ۶۴۹زره کسان مړه کړي او څه باندې ۱۶.۲۶ میلیون نور انسانان پرې اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG