د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په ۱۰ نورو ولایتونو کې د پاسپورت وېشلو بهیر پیلیږي


د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په لسو نورو ولایتونو کې د پاسپورتونو د وېش بهیر پیلولو خبر ورکړ.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن چهارنشبه نومبر ۲۴ (لېندۍ ۳) ویلي چې سر له سبا پنجشنبې به په پروان،کاپیسا،لوګر، میدان وردګ،غزني، دایکندي،فاریاب، غور، نورستان او بدخشان کې د پاسپورتونو د وېش لړۍ پیل شي.

طالبانو تر دې مخکې په اوو نورو ولایتونو ننګرهار، کندهار، هرات، بلخ، کندز، خوست او پکتیا کې کې هم د پاسپورتونو د وېشلو خبر ورکړی و، خو اوس ویل کیږي چې په ځينو ولایتونو کې بیرته د پاسپورتونو وېشلو بهیر بند شوی دی.

په کابل کې د پاسپورتونو د وېش بهیر بندېدل

بلخوا د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د نومبر ۱۵ (لړم۲۴) د تخنیکي ستونزو له امله په کابل ولایت کې تر نامعلومې مودې پورې د پاسپورتونو د وېش لړۍ بندېدیو خبر ورکړ.

د کابل د پاسپورت رئیس عالم ګل حقاني نن چهارشنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په کابل کې د پاسپورت د وېشلو بهیر ځنډېدلی او په وینا یې خلک دې د بایومیتریک د نوو ماشونونو تر اخیستلو پوري په تمه شي.

نوموړي د یادې ستونزې د کره نېټې په اړه معلومات ورنکړل.

د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت عمومي ریاست ټینګار کوي چې لومړیتوب به هغو کسانو ته ورکړل شي چې تر دې مخکې انلاین نوم لیکنه کړې وي او قانوني اسناد ولري.

طالب چارواکو تر دې مخکې ویلي و چې دوی په ورځ کې تر ۶۰۰۰ پوري پاسپورتونه ویشي، خو د پاسپورت غوښتونکي وايي چې دغه بهیر په پڅ ډول مخته روان دی.

XS
SM
MD
LG