د لاس رسي وړ اتصالات

پاول راین د امریکا د استازو د مجلس رئیس شو


پاول راین ته دموکراتان هم په پراخه توگه درناوی لري حتی هغوی چې د هغه له پالیسیو سره موافقه نه لري.
پاول راین ته دموکراتان هم په پراخه توگه درناوی لري حتی هغوی چې د هغه له پالیسیو سره موافقه نه لري.

پاول راین د کانگرس د غړو د ولولو، لوړو هیلو او د یووالي د بیساري روحیې په فضا کې وټاکل شو.

جمهوري غوښتونکو چې د استازو په مجلس کې اکثریت لري، پنځه څلویښت کلن پاول راین دغه لوړ مقام ته نومولی و.

ښاغلی راین یو محافظه کار سیاستوال دی چې د حکومتي بودجې د کارپوه په توگه شهرت لري. هغه د مرکزي حکومت د چوکاټ په پراخولو سره د ټولنیزو او اقتصادي ستونزو په اړوند لکه فقر او د عاید د نابرابرۍ په شان مقننه هڅې رد کړې دي.

ښاغلي راین ته دموکراتان هم په پراخه توگه درناوی لري حتی هغوی چې د هغه له پالیسیو سره موافقه نه لري. کله چې هغه د رئیس په توگه وټاکل شو، هغه مخکې له وینا نه د دموکراتانو او جمهوري غوښتونکو سره په یوه اندازه وخت په روغبړ تیر کړ، او په دې توگه یې د ټول کانگرس هرکلی د ځان کړ.

د ولسمشرۍ جمهوري غوښتونکي کاندید مټ رامني په ۲۰۱۲م کال کې چې ولسمشر بارک اوباما د دوهمې دورې لپاره بری ترلاسه کړ پاول راین د خپل کاندید په توګه ټاکلی و. رامني او د هغه میرمن په خونه کې موجود وو او د استازو د مجلس د غړیو له رایې ورکولو نه وروسته یې له ښاغلي راین سره لومړی عکس واخیست.

د استازو په مجلس کې ټاکنې د جمهوري غوښتنونکو د اکثریت غړیو ترمنځ له ګډوډیو نه یوه میاشت ورسته بې له کومې ستونزې ترسره شوې. ښاغلي راین ۲۳۶ رایې ترلاسه کړی. یوازې لس سلنه جمهوري غوښتونکو نورو کاندیداتنو ته رایې ورکړې. د ډموکراټانو د اقلیت مشرې ننسي پیلوسي د خپل ګوند د ۱۸۴ غړیو رایې لاس ته راوړې، په داسې حال کې چې یوازې دوو ډموکراټانو نورو کسانو ته رایې ورکړې.

آغلې پیلوسي د مراسمو په ترڅ کې د مجلس د کنټرول عنعنوي څټک راین ته وسپاره. هغه د مجلس ۴۳۵ غړیو ته وکتل او و یې ویل "داسې معلومیږي چې د امریکا ټول خلک زما مخې ته ناست دي."

راین په کانگرس کې د مجلس د تلونکي رئیس جان بنر پنځویشت کاله خدمت او د هغه شخصي صداقت وستایل، خو د رئیس په حیث هغه په خپلې لومړۍ وینا کې وویل چې دغه مجلس د ګوندي درزونو له امله مات شوی دی او د زیارکښو امریکایانو سره مرسته نه کوي.

ښاغلي بینر د پنځه ویشت کاله خدمت نه پس چی پنځه کاله د استازو د مجلس رئیس و، استعفا وکړه. هغه د خدای په امانۍ په وینا کی وویل، دی تقاعد کوی مگر پښیمانه نه دی.

XS
SM
MD
LG