د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې تر عنوان لاندې د پردیو اهدافو په اړه د حامد کرزي خبرداری


پخوانی ولسمشر حامد کرزی
پخوانی ولسمشر حامد کرزی

پخواني ولسمشر حامد کرزي خبرداری ورکړ چې افغاني لوری او طالبان باید ډیر دقت وکړي چې د سولې تر عنوان لاندې د پردیو اهداف و نه اوسي.

ښاغلي کرزي نن پنجشنبه د (فبرورۍ ۲۷) امریکا غږ اشنا ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې وویل د سولې په نتیجه کې باید په افغانستان کې قوي حکومت رامنځ ته شي

کرزی وايي "موږ به سوله غواړو، دوی به نور اهداف لري، نو هغه دقت بیا زموږ ملي وظیفه ده. "

ښاغلی حامد کرزی وايي په اوس وخت کې له ټولو بدبختیو، د پردي له لاس وهنو او مطلق استثمار څخه د خلاصون یوازینۍ لار سوله ده.

پخوانی ولسمشر وايي د موازې ادارو اعلان د افغانستان لپاره خطرناک دی او د ټاکنو پایلې هیوادونو په رسمیت ندي پيژندلي او مخشوشې اعلامیې یې په اړه ورکړل شوي دي.

حامد کرزي سره د امریکا غږ د خبریال رحیم گل څاروان بشپړه مرکه دلته وګورئ:

د سولې تر عنوان لاندې د پردیو اهداف په اړه د حامد کرزي خبرداری
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:58 0:00

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د سولې له بین الافغاني مذاکراتو مخکې د انتخاباتو نه د راپورته شوې لانجې حل په کار دی او د ټاکنو د لانجې هوارول او یو جوړ جاړي ته رسېدل د ولسمشرۍ د ټاکنو د مخکښو کاندیدانو پورې اړه لري.

XS
SM
MD
LG