د لاس رسي وړ اتصالات

قطر د امریکا-طالبانو ترمنځ تاریخي موافقې ته چمتوالی نیسي


ټاکل شوې دا تړون د شنبې په په ورځ لاسلیک شي
ټاکل شوې دا تړون د شنبې په په ورځ لاسلیک شي

له شاوخوا ۱۸ میاشتو خبرو او مذاکراتو وروسته، ښايي سبا شنبه (فبروري ۲۹) د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون لاسلیک شي چې د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې ختمولو ته به لار پرانیزي.

په قطر کې د امریکا غږ خبریال وايي چې د دغې تاریخي موافقې لاسلیک کولو ته چمتوالی نیول شوی دی.

ټاکل شوې دا تړون د قطر د «شیرینتن» په مشهور هوټل کې لاسلیک شي. د موافقې د لاسلیک کولو په مراسمو کې به یو شمېر بهرني میلمانه او خبریالان هم حاضر وي. د نړۍ د ډېرو رسنیو خبریالان قطر ته رسېدلي دي چې د موافقې د لاسلیک په اړه راپورونه خپاره کړي.

طالبان وایي چې په دغو مراسمو کې به د ۳۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او استازي ګډون کوي. د پاکستان صدراعظم عمران خان وار د مخه قطر ته تللی دی. خو افغان حکومت په دغو مراسمو کې ګډون نکوي.

ویل کیږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو به دا تړون لاسلیک کړي، خو تر دې دمه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي. طالبانو ویلي دي که مایک پمپیو تړون لاسلیک کړ، د طالبانو له لوري به ملا برادر امضا کوي، خو که مایک پمپیو نه و، طالبان به هم بل کس معرفي کړي.

دا تړون تر هغه وروسته لاسلیک کیږي چې امریکا له طالبانو سره په افغانستان کې د اوو ورځو لپاره په تاوتریخوالی کې د کموالي په راوستو موافقه وکړه.

دا بهېر تېره شنبه پیل شو او نن شپه ختمیږي. ولسمشر غني هم خپلو ځواکونو ته لارښوونه کړې وه چې په دغې مودې کې پر طالبانو تهاجمي بریدونه ونکړي.

ټاکل شوې چې د تړون له لاسلیک کولو وروسته به شاوخوا دوو اونیو کې بین الافغاني مذاکرات پیلیږي.

XS
SM
MD
LG