له وسله والو طالبانو سره د امریکا د سولې د خبرو له چټکیدلو سره په افغانستان کې د جګړو له کبله رامنځته شوی ناورین هم پراخ شوی دی.
د ۲۰۱۹ کال له پیل سره چې په افغانستان کې له طالب جنګیالیو سره د یوه سیاسي جوړجاړي په موخه د امریکا دیپلماتیکو هڅو زور اخیستی، له جګړې سره د ملکي افغانانو کړاو هم زیات شوی دی.
د ناروې د کډوالو شورا وايي په تیرو څو اونیو کې په افغانستان د ملکي خلکو د مرګ-ژوبلې شمیر ډیر شوی دی. دغه سازمان پدې اړه شمیرې ندي وړاندې کړي، خو ویلي چې د مرګ-ژوبلې سربیره میلیونونه افغانان له لوږې، بې کورۍ او نورو ناخوالو نه سخت کړیږي.
دغه غیرحکومتي سازمان وايي اوسمهال ۱۷ میلیونه افغانان په جګړه ځپلو سیمو کې ژوند کوي او ۶.۳ میلیونه نور افغانان بیا بشري مرستو ته اړتیا لري چې د دغې برخې ۶۰ سلنه یې ماشومان بلل کیږي.
همدغه راز ۱.۵ میلیونه افغانان د هیواد دننه بېځایه شوي دي او ۲.۶ میلیونه نور خلک د وچکالۍ له کبله د قحطۍ او فقر له ګواښ سره مخامخ دي.
ملګرو ملتونو او نورو خیریه سازمانونو په افغانستان کې په روان کال کې د بیړنیو بشري مرستو له مرسته کوونکو هیوادونو او سازمانونو نه څه باندې ۶۱۰ میلیون ډالره غوښتي. تر دې دمه ایله د ۱۵ میلیون ډالرو د مرستې ژمنه شوې ده.