د لاس رسي وړ اتصالات

پر کندز د طالبانو بریدونه؛ انتحاري بمي برید څو تنو ته مرگ ژوبله اړولې


د کورنیو چارو وزارت تائید کړې چې د کندز ښار په مرکز کې په یو ځانمرگي برید کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحمیي ویلي چې د کندز ښار د مرکز په چاودنه کې لږ تر لږه پنځه تنه ټپیان شوي هم دي چې په وینا یې د کندز امنیه قوماندان جنرال منظور ستانکزی هم د ټپیانو په ډله کې دی.

مقامات وایي چې دا برید د ښار په چوک کې شوی دی. طالبانو ددې برید مسؤلیت منلی دی.

دا برید د کندز په ښار باندې د طالبانو د تیرې شپې له برید نه وروسته شوی دی. طالبانو د ښار د نیولو هڅه کړې وه.

د افغان امنیتي ادارو چارواکي وايي، چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي او د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د کندز د روانې جګړې د مدیریت لپاره نن د شنبې په ورځ ( سنبلې ۹مه) د کندز ښار ته رسیدلي دي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کي ویلي چې "زه پر کندز ښار باندې د طالبانو نننی برید سخت غندم چې یو ځل بیا یې د ملکي وگړو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی" او زیاته کړې یې ده چې "افغان امنیتي ځواکونو ددغه برید په شاتمبولو سره خپله زړورتیا او مسلکي توب وښود. ناټو به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي چې د یو امن او سوله ایز افغانستان لپاره کار کوي".

همداشان د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل ټویټر لیکلي چې د طالبانو سره په نننۍ غونډه کې یې د کندز د برید مسله یاده کړې او "طالبانو ته مې ویلي چې دا ډول تاوتریخوالی باید ودرول شي. همداشان جنرال میلر نن کندز ته تللی او د افغان ځواکونو سره د ښار د دفاع په اړه مرسته کوي".

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې فعلاً د کندز په ښار کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ دی او د ښار په شاوخوا سیمو کې د افغان ځواکونو له خوا د طالب وسله والو پر وړاندې تصفیوي عملیات روان دي.

د ملي امنیت د شورا ویاند کبیر حقمل هم د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې د دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیران کندز ته رسیدلي او د سیمه ییزو چارواکو سره یې سلامشورې پیل کړي دي.

ښاغلي حقمل ویلي " کندز کې وضعیت د افغان ځواکونو په کنټرول کې دی".

د کندز د پولیسو ویاند سرور حسیني د امریکا غږ ته ویلي چې "طالبان په هیڅ یوې ښاري حوزې برید ندی کړی او یواځې د سه درک او سه صد فامیلي ساڅو ته ننوتي وو. تر اوسه ٣٨ طالبان وژل شوي او نهه افغان امنیتي ځواکونه هم وژل شوي دي".

طالبانو ددغه برید مسولیت منلی او ادعا یې کړې چې پدې برید کې په لسگونه کوماندو وژل شوي او زخمیان شوي دي.

ناتائید شوي رپوټونه وایي چې د کندز په مرکز کې په چاودنه کې یو شمیر ژورنالیستانو ته هم مرگ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د خپل ټویټر په پاڼه د کندز په جګړو کې دغې ډلې وسله والو ته د اوړیدلو تلفاتو په هکله د افغان امنیتي ځواکونو ادعا ناسمه بللې او ویلي دي، چې طالبان لا هم د نیول شوو ځایونو څخه په دفاع بوخت دي.

مجاهد د ادعا له مخې طالب وسله والو د امام صاحب بندر او خان اباد بندر سیمو کې درې لوی پوستې نیولي دي.

په کندز کې عیني شاهدان وايي، چې د افغان هوايي ځواکونو له خوا د طالبانو پر مرچلو د هوايي بریدونو وروسته د غرمې را وروسته جګړه یو څه غلې شوې ده.

خو طالبان لا هم د ښار په ځینو برخو په ځانګړي ډول د ښار په لومړۍ او درییمه ناحیه کې شته دی.

دمخه معلومات

د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر کندز ښار د وسله والو طالبانو د تېرې شپې بریدونه دفعه کړي دي.

د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي نن شنبه د اګست ۳۱ (وږي ٩) د یو خبري کنفرانس پرمهال وویل، چې طالبان د کندز ښار مرکزي روغتون ته داخل شوي او افغان ځواکونه هڅه کوي چې د ملکي وګړو د تلفاتو د مخنیوي په هدف د هغوی پر ضد په احتیاط سره عملیات پیل کړي.

هغه وویل: "دښمن په هغو ځایونو کې ځای نیولی دی، چې هلته عام خلک دي، په روغتون کې مریضان یا ناروغان یې یرغمل کړي دي، روغتون ته دننه شوي دي، دفاعي او امنیتي ځواکونه غواړي چې په ډېر محطاتانه توګه عملیاتو ته دوام ورکوي، نه غواړو چې عامو خلکو ته تلفات ورسېږي."

نوموړي زیاته کړه، چې د جګړې تر پیلېدو وروسته افغان او نړیوالو ځواکونو په سیمه کې هوايي بریدونه کړي، چې پرمهال د کندز ښار په زاخېلو سیمه کې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

ښاغلي احمدزي وویل: "...جګړه اوس دوام لري، جګړه لږه اوږده شوې ده، یوازنی دلیل یې دادی چې عامو خلکو ته تلفات ونه رسېږي."

هغه وویل، سیمې ته د کندز د ګاونډیو ولایتونو کمکي سرتېري هم رسېدلي چې د جګړې په مهارولو کې به د ځايي سرتېرو ملاتړ وکړي.

تیره شپه ۱:۳۰ دقیقې وسله والو طالبانو د کندز پر ښار له څلورو خواو څخه سخته جګړه پیل کړه چې د افغان چارواکو په وینا اوس هم روانه ده.

طالبانو د کندز د ښار جنوب لور ته د سه درک، غرب لورته د خاکنۍ، شمال لور ته د بالاحصار او ختیځ لور ته د چله مزار په سیمو کې د پولیسو ملي اردو پر امنیتي تاسیساتو بریدونه پیل کړل.

د کندز د پولیسو ویاند سید سرور حسیني هم نن شنبه د «اګست پر۳۱مه» امریکاغږ ته وویل، چې وسله والو طالبانو د نیمې شپې راپه دیخوا د ښار پر کمربندي امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي، خو امنیتي قواوې د طالبانو له جګړې خبر وې او بشپړ تیاری یې نیولی دی.

هغه وايي، هغه سیمې چې جګړه په کې سخته ده کمانډو او ضربتي قواوې ورلیږل شوي دي، چې جګړه مهار کړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټويټر لیکلي، چې د کندز ښار له ځینو برخو افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه پر شا تمبولي دي، نوموړي زیاته کړې چې د افغان ځواکونو لومړیتوب د ملکي وګړو ساتنه ده.

په کندز کې د جګړې له پیل کیدو سره سم مخابراتي شبکې هم قطع شوي او د بریښنا مزې پرې چې له امله یې پر ښار باندې بریښنا قطع شوې ده.

تیره ورځ د تخار پر دریو ولسوالیو هم وسله والو طالبانو بریدونه کړي وو چې د چاه اب مرکز یې د څو ساعتونو لپاره نیولی و، کندز په تیرو دریو کالو کې دوه ځل د وسله والو طالبانو له خوا نیول شوی و چې دولتي ادارې او د عامو خلکو کورونه په کې چور شوي وو.

طالبانو پر کندز ښار د برید د مسؤلیت په اخیستلو سره ویلي، چې وسله وال یې د کندز ښار شپږمې حوزې ته داخل شوي او نښته روانه ده.

بلخوا افغان چارواکي وايي، د کندز ښار له ځینو برخو یې طالبان بېرته ایستلي دي
بلخوا افغان چارواکي وايي، د کندز ښار له ځینو برخو یې طالبان بېرته ایستلي دي

د کندز خلک وايي چې په تیرو جگړو کې تر ټولو زیات تلفات عامو خلکو ته اوښتي وو.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG