د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو سره د سولې د خبرو د بندولو په اړه غبرګونونه


ولسمشر ټرمپ د شنبې په ورځ (سپتمبر۷) خبرې لغوه کړې
ولسمشر ټرمپ د شنبې په ورځ (سپتمبر۷) خبرې لغوه کړې

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د شنبې په ورځ سپتمبر۷ (وږي ١٦) له طالبانو سره د سولې خبرې بندې کړې.

ښاغلي ټرمپ وویل چې دا نشي کېدی چې له یوې خوا دې د سولې خبرې روانې وې او له بلې خوا دې طالبان بریدونه کوي. طالبانو ویلي دي چې د دغې پرېکړې دېر زیان به " امریکا وګالي".

ارګ له دغې پرېکړې وروسته ویلي چې "رښتینې سوله هغه مهال راتلې شي چې اوربند وشي او طالبان له افغانانو سره مخامخ خبرې" وکړي.

اجرايي ریاست ویلي دي چې له ولسمشر ټرمپ سره د افغان مشرتابه پلان شوې خبرې "یو فرصت" و، خو د طالبانو وروستیو بریدونو خراب کړ.

پر حکومت سربېره عادي افغانانو هم په دې اړه بېلابېل نظرونه ورکړي دي.

میردل چې ۵۲ کلن دی او په کابل کې اوسیږي، په دې اړه وویل "ښه شو چې خبرې لغوه شوې، باید بین-الافغاني خبرې وشي، خلک په کې دخیل او خبر شي. که طالبانو سوله مني، باید اوربند دې وکړي. "

جاوید احمد د کابل ښار بل اوسیدونکی وايي: "دا یو ښه فرصت و خو ضایعه شوه، ځکه چې طالبانو بریدونه بند نکړل. خوښ یم چې د طالبانو او امریکا خبرې خرابې شوي. "

بل اوسیدونکي یما صفدري ویلي "د تعجب خبره ده چې د یوه امریکايي سرتېري په وژلو سره خبرې بندې شوې خو هره ورځ چې لسګونه افغان سرتېري او عام خلک وژل کیږي، نه یې یادوي. ښايي لومړی ځل به وي چې طالبان د یو امریکايي په وژلو پښیمانه شوي وي."

ځینو سیاستوالو هم په دې اړه نظرونه څرګند کړي دي. د مخکني ولسمشر حامد کرزي دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې دې بیا په شفافیت سره پيل شي خو په بین الافغاني سوله یې ټینګار کړی دی.

د سیاسي چارو شننونکي داود مرادیان بیا د دغو خبرو په ناکامولو کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ګرم ګڼي.

هغه وايي"هغه یوازې افغان حکومت نه، بلکې په واشنګټن، اروپايي ټولنې، ناټو، هند او نورو ځایونو کې د امریکا یو شمېر مهم ایتلافیان له دغو مذاکراتو لېرې ساتلي وو."

ښاغلي خلیلزاد له څو میاشتو راهېسې په قطر کې له طالبانو سره خبرې وکړې او داسې تمې وې چې ژر به د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون لاسلیک شي. افغان حکومت له پیل نه د خبرو پر څرنګوالي انتقاد لره.

په دغه راپور کې د فرانسې خبري اژانس د یو راپور ځينې برخې هم کارول شوي

XS
SM
MD
LG