د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ له طالبانو سره د سولې مذاکرات لغوه کړل


د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ
د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ له طالبانو سره د سولې مذاکرات لغوه کړل.

ښاغلي ټرمپ د شنبې په ورځ (وږي ۱۶) په خپل ټویټر ولیکل، چې دغه مذاکرات په کابل کې د طالبانو د وروستي برید په دلیل لغوه شول.

د ښاغلي ټرمپ په وینا ټاکل شوې وه د یکشنبې په ورځ د کمپ ډیویډ په تفریح ځای کې د طالبانو د لوړپوړو مشرانو او د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره جلا جلا په پټه توګه لیدنه وکړي.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه:"متاسفانه د طالبانو ډلې د کاذب فشار راوړلو په خاطر په کابل کې د یو برید مسولیت ومانه چې په هغه کې زمونږ یو ستر سرتیری او ۱۱ تنه نور ووژل شول."

دغه برید چې د پنجشنبې په ورځ (وږي ۱۴) په کابل کې د عبدالحق څلور لارې ته نژدې وشو د یو امریکایي سرتیري سربیره د ناټو ځواکونو یو رومانیایي سرتیری او لس افغان ملکي وګړي ووژل شول او ۴۲ تنه ټپیان شول.

ښاغلي ټرمپ وویل چې له دې برید وروسته هغه سمدستي د لوړپوړو طالبانو سره لیدنه فسخه کړه او د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات یې لغوه کړل.

جمهور رئیس ټرمپ همداشان د یوې پوښتنې په بڼه لیکلي دي: "څه ډول کسان بې شمیره خلک په ظاهره د خپلو چنه وهلو موقف د قوي کولو لپاره وژني؟"

ښاغلي ټرمپ وویل، چې طالبانو په کابل کې په وروستي برید سره د خپلو چنه وهلو موقف غښتلی نه بلکې "خراب" کړ.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه چې طالبان نشي کولای د سولې "دغو ډیرو مهمو" مذاکراتو کې په اوربند توافق وکړي او حتا ۱۲ بېګناه کسان وژني، نو د هغه په وینا هغوی یو "معنی داره" موافقت لیک ته د رسیدو قدرت هم نه لري.

د افغانستان حکومت ویلي، چې په دې اړه به وروسته خپل دریځ روښانه کړي.

طالبانو لا تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG