د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي وايي ترهغه چې د سولې په خبرو کې پرمختګ و نه شي، طالبان اوربند نه کوي.
ښاغلي جلالي نن پنجشنیه (اکتوبر۳۱) اشنا ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې وویل په اوس وخت کې طالبان پر خپلو ځواکونو د کنترول له لاسه ورکولو له کبله له اوربند سره مخالفت ښودلی دی.
ښاغلی جلالي وايي، ګومان کیږي که اوربند وشي د طالبانو ترمنځ اختلافات راپیدا کيږي او ترهغې چې د سولې په خبرو کې پرمختګ و نه شي، طالبان اوربند نه کوي.
د ښاغلي جلالي په وینا د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو بیا پیلیدو لپاره باید اعتماد رامنځ ته شي او یو اقدام چې دغو مذاکراتو ته زمینه برابرولی شي د افغانستان امریکايي پوهنتون د استادانو راخوشې کول دي، چې نږدې درې کاله مخکې د حقاني شبکې له کابل نه تښتولي دي.
خو د ښاغلي جلالي په وینا د دغو پروفیسرانو راخوشې کولو لپاره طالبانو شرطونه کیښودي، او دا شرطونه هغه وخت منل کیږي چې د افغانستان حکومت ورسره موافقه وکړي.
د افغانستان د روان وضعیت، ټاکنو او پر نورو مسلو پوهیدو لپاره د کورنیو چارو وزارت پخواني وزیر علي احمد جلالي سره د اشنا ټلویزیون مرکه دلته وګورئ: