د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: پاکستان او افغانستان دې یو بل ته د گواښ نه پیښولو ډاډ ورکړي


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد، ویلي چې پاکستان او افغانستان باید ددې ضمانت وکړي چې ددغو دوو هیوادونو له خاورې څخه د یو بل پر ضد ګټه نه اخیستل کیږي.

ښاغلي خلیلزاد دغه څرگندونې اسلام آباد ته د خپل سفر په پای کې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي.

ښاغلي خلیلزاد د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې د پاکستان د صدراعظم عمران خان، د بهرنیو چارو وزیر شاه‌ محمود قریشي او ددې هیواد د لوی درستیز، قمر جاوید باجوه سره لیدنې کتنې کې کړې دي.

​ښاغلي خلیلزاد په خپل ټویټر لیکلي دي: "سوله د افغانستان او پاکستان له لورې ضمانت کولو ته اړتیا لري چې د هیڅ یو هیواد خاوره به د بل د گواښولو لپاره نه کارول کیږي. دغه تضمین د یو هر اړخیز بین الافغاني توافق سربیره، سیمه ایزو اقتصادي همکاریو زیاتولو او پرمختیا ته لاره برابروي".

تر دې دمخه افغانستان او پاکستان دواړو یو بل ترهگرو ډلو ته په پناه ورکولو تورن کړي او دغه ډلې یې په خپلو هیوادونو کې د ناامنیو مسولې گڼلې دي.

د افغانستان حکومت په وار وار له امریکا غوښتي چې پر پاکستان باندې د ترهگرو ډلو د ملاتړ په خاطر فشار راوړي. دا لومړی ځل دی چې یو لوړپوړی امریکایي مقام ددغو دوو هیوادونو د تضمین خبره کوي چې د خپلو خاورو څخه به د یو بل پر ضد ګټه انه اخلي.

ښاغلی خلیلزاد پاکستان ته د سفر په پاې کې دوحه ته لاړ، چې د اټکل سره سم د طالبانو له استازو سره د خبرو اترو اتم پړ په ترڅ کې وروستنۍ موافقه ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG