د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان او امریکا د احتمالي موافقې په درشل کې


طالبان وایي د امریکا سره د موافقې طرحه چمتو شوی او کیدی شي ژر لاسلیک شي
طالبان وایي د امریکا سره د موافقې طرحه چمتو شوی او کیدی شي ژر لاسلیک شي

د افغانستان د سولې دپاره د امریکا خاص استازي د پنجشنبې په ورځ (اګست۱) په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي او نورو مقاماتو سره لیدنه وکړه.

د پاکستاني مقاماتو سره تر خبرو وروسته، زلمی خلیلزاد قطر ته لاړ چې د طالبانو سره ډیره مهمه لیدنه وکړي. په قطر کې د طالبانو یو ویاند سهیل شاهین امریکاغږ ته د چهارشنبې (جولای۳۱) وویل چې د قطر طالبان هیله مند دي که د امریکايي جهت سره پدې ځل مذاکرو کې یوې نهايي موافقې ته ورسیږي او لاسلیک يي کړي.

د عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو هیات چې اندونیزیا ته تللی و.
د عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو هیات چې اندونیزیا ته تللی و.

د طالبانو سره د مذاکرې لپاره د افغانستان حکومت هم یو پنځلس کسیز پلاوی ټاکلی، خو تراوسه يي د غړو د هویت په اړه څه ندي ویلي. د یاد پلاوي یو غړی عزیزالله دین محمد د پنجشنبې په ورځ اشناتلویزیون ته وویل په کار ده د امریکا او طالبانو تر منځ د تړون تر لاسلیک وروسته سمدستي د طالبانو سره د سولې "بین الافغاني" مذاکرات هم پیل شي.

په عینی وخت کې پخواني جمهور رئیس حامد کرزي ویلي د طالبانو سره د مذاکراتي پلاوي لیست ورسره شریک شوی او هرکلی يي کوي. خو د طالبانو یو پخوانی چارواکی وايي اول باید د طالبانو او افغان حکومت پر ګډه ناسته او وروسته بیا په پلاوي د دواړو اړخونو هوکړه شوې وای‫. ارګ هم د خلیلزاد د سولې د روانو هڅو هرکلی کوي.

په افغانستان کې د یوې خوا د سولې هڅې ګړندۍ شوي، او بل اړخ کې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته څه کم دوې میاشتې پاتې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي وو چې ښايي د طالبانو سره د سولې تړون به يي تر ټاکنو مخکې وشي.

ددی راپور ویدیويي بڼه دلته لیدی شئ:

د افغانستان د سولې پروسه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:25 0:00

XS
SM
MD
LG