د لاس رسي وړ اتصالات

د لیونل مسي د ګولونو ریکارډ پلي سره یو شان شو


له هغه وروسته چې لیونل مسي تېره شنبه ډسمبر ۱۹ (لیندۍ ۲۹) د والنسیا پر وړاندې په لوبه کې د بارسلونا د ټیم لپاره خپل ۶۴۳ ګول وواهه، د فوټبال نوموتي برازیلي ستوري پلي د مسي دغه ریکارډ وستایه.

مسي په تېرې لوبې کې د والنسیا لوبډلې په وړاندې هغه وخت ګل وواهه چې ددغې ټیم ګولکیپر د پنالتي شوت دفاع کړ، خو مسي هغه توپ د سر په ضربې ګول کړ.

مسي د بارسلونا لوبډلې لپاره په ۷۴۸ لوبو کې ۶۴۳ ګولونه وهلي دي، پداسې حال کې چې پلي د سانتوس لوبډلې ته په ۶۵۵ لوبو کې په همدې کچه ګولونه ترسره کړي وو. پدې توګه د فوټبال د یو ځانګړي ټیم لپاره د لوبو په ترڅ کې د مسي او پلی د ګولونو شمیره مساوي شوه.

پلي هغه لوبغاړی دی چې خپل هېواد ته یې درې وارې نړیوال جام ګټلی.

هغه په خپل انسټاګرام پاڼه کې لیکلي دي: "کله چې زړه دې له مینې ډک شي نو د لارې بدلول ستونزمن کیږي. ستا په شان (مسي ته) زه هم پوهېږم چې هره ورځ د یوه کمیس اغوستل څومره خوند کوي."

هغه زیاته کړې: "مسي! تاته د دغه ریکارډ ټینګولو په پار مبارکي وايم."

برازیلی لوبغاړی پلي اوس ۸۰ کلن دی. هغه د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۶ زېږدیز کال کې د سانتوس کلپ کې لوبې پیل کړې.

پلي تر ۱۹۷۴ پورې دغه کلپ کې ولوبېده. د ده لویې کارنامې د برازیل لیګ د اتلولۍ شپږ وارې ګټل دي چې له همدې کارنامې وروسته پلي یاد کلپ پرېښوده.

XS
SM
MD
LG