د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د ټول شموله حکومت په جوړېدو د امریکا او ناټو ټینګار


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د افغان مشرانو لخوا د یو ټول شموله حکومت پر رامنځته کېدو باندې خبرې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون دوشنبه مارچ۳۰ (وري۱۱) په یوې اعلامیې کې ویلي چې ښاغلي پمپیو له سټولټنبرګ سره پر ټلیفون د نورو مسائلو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم خبرې کړي دي.

ددې وزارت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: "هغوی همدارنګه پر دې هم خبرې وکړې چې افغان مشران باید یو ټول شموله حکومت جوړ کړي چې وکولای شي یو سیاسي جوړ جاړي ته چې د هیواد د امنیت لپاره مهم دی ورسېږي."

دواړو لورو د افغانستان د امنیت ټینګېدو او روان سیاسي کړکېچ د پای ته رسولو په هدف په دغه هیواد کې د یو ټول شموله حکومت رامنځته کېدل مهم بللي دي.

مایک پمپیو روانه اونۍ هم له افغان مشرانو څخه د ټول شموله حکومت د رامنځته کولو غوښتنه کړې وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د روانې وري میاشتې پر څلورمه د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د رامنځته شوي سیاسي کړکېچ هوارولو په هدف کابل ته سفر وکړ او له دواړو لورو سره یې جلا جلا وکتل.

تر یادې لیدنې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې د ښاغلي غني او ښاغلي عبدالله ترمنځ سیاسي کړکېچ د «امریکا ملي ګټو ته» ته ګواښ وباله او له دغه هیواد سره د خپلو مرستو کمېدو خبر ورکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي افغان مشران د یو داسې حکومت په جوړیدو چې د حکومتوالۍ، سولې او امنیتي ګواښونو د هوارولو توان ولري، نه دي بریالي شوي.

ولسمشر غني د امریکا د مرستو کمېدو ګواښ ته په غبرګون کې وویل چې د یادو مرستو کمېدل به د افغانستان پر کلیدي سکټور او ځینو نورو برخو منفي اغېز ونه وکړي او هڅه به وکړي چې یاده تشه له نورو منابعو څخه ډکه کړي.

که څه هم ولسمشرۍ ماڼۍ د یو ټول شموله حکومت رامنځته کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو ولسمشر غني ملت ته په وینا کې وویل چې له عبدالله عبدالله سره یې خبرې وکړې چې هغه په یوه شپه کې په اساسي قانون کې تغیرات غوښتل چې په وینا یې هیڅوک په اساسي قانون کې د تغیراتو صلاحیت نه لري.

ښاغلي غني د روانې مارچ میاشتې پر ۲۰مه د نوي منتخب ولسمشر په توګه د لوړې مراسم تر سره کړل چې ورسره سم عبدالله عبدالله هم ځان ته د لوړې مراسم ونیول او ویې ویل چې یو ټول شموله حکومت به رامنځته کړي.

عبدالله عبدالله د تېرو ټاکنو د پایلو اعلان له درغلیو ډک بللی او د ولسمشر په توګه یې د محمد اشرف غني له ټاکل کېدو سره یې مخالفت څرګند کړی دی.

په ستراتيژیکو چارو کې د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر تېره ورځ د یاد سیاسي کړکېچ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې خبرې روانې دي، خو په دې اړه یې نور جزئیات ورنه کړل.

ډاکټر عبدالله عبدالله بیا تېره پنجشنبه د یاد کړکېچ د هواري لپاره لس ورځنی مهلت اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG