د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د امریکا د مرستو کمېدل به پر کلیدي سکتور منفي اغېز ونه لري


افغان ولسمشر محمد اشرف غني له افغانستان سره د امریکا د یو ملیارډ ډالرو مرستې کمېدو ته په غبرګون کې وویل چې ددې مرستو کمېدل به په کلیدي سکتور کوم اغېز ونه لري.

ولسمشر غني نن سې شنبه مارچ ۲۴مه (وري پنځمه) ملت ته په پیغام کې وویل چې افغان حکومت د غیر مترقبه حالاتو لپاره پروګرامونه لرل او «د امریکا متحده ایالاتو مرستو کمېدو د جبرانېدو په خاطر د ریاضتي بودیجې ټول اړخونه مطالعه شوي دي.»

ښاغلي غني زیاته کړه: "زه همدا اوس تاسو ته ډاډ درکوم چې د امریکا متحده ایالاتو د مرستو کمېدل به پر ځینو برخو او کلیدي سکتور باندې کوم ځانګړی اغېز ونه لري، موږ به هڅه وکړو چې د ریاضتي لارو او هم د بدیلو منابعو له لارې دغه تشه ډکه کړو."

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان د حکومت لپاره د خلکو روغتیا، د بیو ساتل، د خدماتو وړاندې کول او د «جمهوري» دولت د دستګاه فعاله ساتل مهم او حیاتي دي چې د امریکا د یوې برخې د مرستو کمېدل به د خلکو پر ژوند کوم منفي اغېز ونه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تېره ورځ کابل ته د یو نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره تر لیدنې وروسته د دواړو دریځ د امریکا او افغانستان په زیان بللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ولسمشر غني او د پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي شخړې د" امریکا ملي ګټو ته مخامخ ګواښ" ګڼلی او افغانستان سره یې د خپل هیواد د مرستو د کمېدو خبر ورکړی دی.

خو ولسمشر غني وویل چې د سولې او افغان ځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې له مایک پمپیو سره خبرې په مثبتې فضاء کې تر سره شوې.

له عبدالله سره مذاکرات

دا په داسې حال کې ده چې د ملي یووالي پخواني حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اعلامیې وروسته وویل چې کابل ته د مایک پمپیو له سفر څخه ښه ګټه وانه خیستل شوه.

عبدالله عبدالله نن سې شنبه مارچ۲۴(وري پنځمه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې کابل ته د مایک پمپیو پرونی سفر د روان سیاسي کړکېچ هواري لپاره یو ښه فرصت و، خو زیاتوي چې بدبختانه له دغه فرصت څخه ښه ګټه وانه خیستل شوه.

عبدالله ویلي: "یو ځل بیا د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوم چې موږ د مشکلاتو د هواري یوازینۍ لار په خبرو او مذاکراتو کې وینو او په ورته وخت کې په هیواد کې د سولې ټینګښت او د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ساتنه او مکمله بې طرفي موږ ته لومړیتوب لري."

خو ولسمشر غني ملت ته په نننۍ وینا کې وویل چې عبدالله عبدالله سره یې خبرې وکړي خو هغه په یوه شپه کې په اساسي قانون کې تغیرات غوښتل چې په وینا یې هیڅوک په اساسي قانون کې د تغیراتو صلاحیت نه لري.

ښاغلي غني وویل: "پرون مې له ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله سره جلا مذاکرات لرل...غوښتل مې د خپلې وعدې په اساس ډاکټر صاحب عبدالله ته د سولې پروسه کې اساسي نقش او د ټیم ملګرو ته یې په کابینه کې رول ورکړم، اما هغه د اساسي قانون پر تغیر ټینګار کوي، هغه هم په یوه شپه کې د ده او زما ترمنځ د تفاهم په اساس. یانې د داسې جوړښت او تشکیلاتو غوښتونکی دی چې د اساسي قانون له موادو سره کامل مغایرت لري."

ولسمشر غني ټینګار وکړ چې هغه له خپل کاري ټېم سره د یو پراخ حکومت رامنځته کولو هڅه کوي، خو زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د ډلو او سمتي حکومت رامنځته کولو تجربې ناکامې وې او دی د ناکامو تجربو په لټه کې نه دی.

XS
SM
MD
LG