د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې امریکایي هلیکوپترې تر روسۍ هلیکوپترو کمزورې دي - رپوټ


د افغان هوایي پوځ بلک هاک هلیکوپترې
د افغان هوایي پوځ بلک هاک هلیکوپترې

د امریکا د دفاع وزارت ویلي دي په امریکا کې جوړې شوې بلک هاک هلیکوپترې چې د افغانستان حکومت ته ورکړل شوي په ځینو چارو کې د روسي هلیکوپترو په پرتله کمزورې دي.​

د پنتاگون د ځانگړي مفتیش په تازه درې میاشتني رپوټ کې راغلي دي چې د بلک هاک هلیکوپترې "څو مشکله لري چې تر اوسه یې په اړه څه ندي شوي".

د امریکا د دفاع وزارت سرمفتیش گلن فن، ویلي دي چې "بلک هاک هیلکوپتر د باروړلو توان نلري" او په عین وخت کې دMi-17روسي هلیکوپترو په پرتله د یو څه سترې کارگو د لیږدولو ځای نلري.

ښاغلي فن پدې رپوټ کې ویلي دي چې د بلک هاک دوه هلیکوپترې توانیږي چې دMi-17 یوې روسي هلیکوپترې بار انتقال کړي.

هغه همداشان ویلي دي چې د بلک هاک هلیکوپترې د Mi-17 هلیکوپترو په څیر توان نلري چې په لوړو ارتفاعو کې والوزي، نو پدې خاطر امریکایي هلیکوپترې نشي کولای د افغانستان لېرې پرتو سیمو ته د Mi-17هیلوپترو په څیر عمل وکړي.

خو د پنتاگون یو ویاند ویلي دي چې د بلک هاک هلیکوپترې د Mi-17هلیکوپترو ٩٠ فیصده کارونه مولای شي.

امریکایي وکیلان د شپږو کالو راهیسې د امریکا د متحده ایالاتو پر حکومت فشار راوړی چې په افغانستان کې د روسيMi-17هلیکوپترو ځای بلک هاک هلیکوپترې ونیسي او عمده دلیل یې په بهر کې د مسکو لاسوهنې گڼل شوی دی. د افغانستان ځواکونه د ١٩٨٠ کال راهیسې د Mi-17 روسي هلیکوپترو نه استفاده کوله او اوس د هغه ځای امریکایي هلیکوپترې ډکوي.

په افغانستان کې د روسي هلیکوپترو پر ځای د بلک هاک هلیکوپترو ځای پر ځای کول په ٢٠١٢ کې وروسته له هغې د امریکا کانگرس مطرح کړل چې د رپوټونو له مخې د روسیې د جمهور رئیس بشارلاسد حکومت دMi-17هلیکوپترو نه په استفادې په هغه هیواد کې ملکي وگړي په نښه کوي.

څرنگه چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان پوځي لگښتونه پوره کوي پنتاگون په ٢٠١٣ کال کې موافقه وکړه چې له دې وروسته Mi-17هلیکوپترې د افغانستان لپاره له روسیې څخه وانخلي، خو هغه ۸۶ هلیکوپترې له دې نه مستثنی دي چې دمخه اخیستل شوې دي.

د بلک هاک هلیکوپترو لومړۍ جوپه د افغانستان د هوایي پوځ د غښتلتیا په مقصد اته میاشتې دمخه هغه هیواد ته رسیدلي دي او ددې هلیکوپترو نه د گټې اخیستلو لپاره د زده کړو پروگرام ١٨ میاشتې دمخه پیل شوی دی.

د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت د ثور په ١٩ اعلان وکړ چې د افغان هوایي ځواکونو د بلک هاک هلیکوپترو نه په استفادې خپل لومړنی ماموریت په هلمند کې ترسره کړ.

XS
SM
MD
LG