د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د امریکا د جګړې لګښت تر نیمايي ډیر لږ شوی


د امریکا د دفاع وزارت مقاماتو ویلي چې د افغانستان جگړه د امریکا متحده ایالاتو ته په کال کې ۴٥ میلیارده ډالر تمامیږي.

د اسیا د چارو لپاره د امریکا د دفاع وزارت لوړپوړی مقام رندل شرایفر وویل چې په ۴٥ میلیارد ډالرو کې ٧٨٠ میلیونه یې اقتصادي مرستې دي او شاوخوا پنځه میلیارده یې په افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو باندې لگیږي.

ښاغلي شرایفر همداشان وویل چې ددغو پیسو نور ١٣ میلیارده ډالر په افغانستان کې په میشتو شاوخوا ١٦ زرو امریکایي پوځیانو مصرفیږي او نور یې په تدارکاتو او لوژستیکي چارو باندې لگیږي.

د جګړې اوسنی لګښت د پنځو کالو دمخه په پرتله تر نیمايي ډیرراغورځیدلی دی.‌

د ٢٠١٠ نه تر ٢٠١٢ پورې چې په افغانستان کې شاوخوا ١٠٠ زره امریکایي سرتیري میشت وو متحده ایالاتو د افغانستان په جگړې هر کال شاوخوا ١٠٠ میلیارده ډالر مصرفول.

دا په داسې حال کې دي چې د امریکا د کانگرس یو شمیر غړي په افغانستان کې ددې هیواد د اوږدې جگړې د راتلونکې په هکله ډیر خوشبینه ندي.

د مسه چوستس ایالت دموکرات سناتور رند پاول د سنا مجلس په استماعیه غونډه کې وویل "مونږ په افغانستان کې په یو ناممکن وضعیت کې یو، زه د هیلو هیڅ څرک نه وینم".

خو د همدې ایالت بل دموکرات سناتور اد مارکي هم ټینگار وکړ چې په افغانستان کې ددې پیسو د لگښت پر ځای کیدای شي د هغې نه دننه په امریکا کې د امریکایانو د ژغورنې لپاره وکارول وشي. هغه د بیلګې په توگه وویل چې د افغانستان د جگړې د دوو میاشتو په لگښت کیداغی شي د امریکا په هره ناحیه کې د معتادینو د درملنې یو مرکز تمویل شي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان سولیوان، په دغه استماعیه غونډه کې وویل "نه غواړم چې دلته تاسې ته ووایم چې سولې ته لاس رسی لرو... خو مونږ داسې تګلاره لرو چې پر هغې باور لرو. غواړو هغه پلې کړو".

ددې سره جوخت د امریکا د دفاع وزیر جیم متیس په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له ستون نه دفاع وکړه او وویل چې د سپتامبر د ١١ د بریدونو په څیر حالاتو نه د مخنیوي په خاطر باید په افغانستان کې پاته شو.

ښاغلي متیس د امریکا د استازو د مجلس د پوځي خدماتو د کمیټې په استماعیه غونډه کې وویل "د امریکا د متحده ایالاتو سیمه ییزې ستراتیژۍ دښمن بیا پخلاینې ته هڅوي".

XS
SM
MD
LG