د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له عراق نه ځواکونه وباسي خو افغانستان ته یې استوي


امریکایي ځواکونه له عراق څخه ویستل شوي او افغانستان ته استول شوي دي
امریکایي ځواکونه له عراق څخه ویستل شوي او افغانستان ته استول شوي دي

په عراق کې چارواکي وايي امریکایي ځواکونه له بغداد څخه وتل پیل کړي دي.

د امریکا پوځ له هغه وروسته له عراق څخه خپل وتل پیل کړل چې بغداد تېرکال د اسلامي دولت یا داعش بشپړ ماتې اعلان کړ دا بری یې جشن ولمانځه.

له تېرو څو اونیو راهېسې لسګونه امریکايي ځواکونه له خپلو وسلو او تجهیزاتو سره یو ځای په پوځي الوتکو کې له عراق څخه ویستل کیږي او افغانستان ته استول کیږي.

د امریکا د پوځ ځینو قراردادیانو اسوشیتډپرس ته دا خبره کړې ده، او یو خبریال یې هم په عراق کې د الاسد په هوايي اډې کې د امریکايي ځواکونو وتل په خپلو سترګو لیدلي دي.

تېرکال ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ چې افغانستان ته ۴۰۰۰ نور ځواکونه استوي، خو دا لا معلومه نه ده چې دا هماغه ځواکونه دي که څنګه؟

د ایتلاف ویاند ریان ډیلون وویل چې په عراق کې د امریکایي ځواکونو پاتې کېدل او نه پاتې کېدل په حالاتو پورې تړلې دي. د عراق حکومت یو ویاند ویلي دي چې د امریکایي سرتېرو وتل په لومړۍ مرحلې کې دي او له دغه هېواد څخه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو په مانا نه ده.

په همدې حال کې د عراق د حکومت ویاند سعد الحدیثي وايي چې د داعش په ضد جنګ ختم شوی او د امریکایي ځواکونو موجودیت به هم کم شي.

د عراق د لومړي وزیر حیدرالعبادي یو نژدې همکار د خپل نوم د نه ښودلو په شرط ویلي دي چې د ابتدايي تړون په اساس به له عراق ۶۰ سلینه امریکایي ځواکونه وځي، خو ۴۰۰۰ سرتېري به پاتې وي چې د عراق پوځ وروزي او سلا مشورې ورکړي.

د امریکا د دفاع وزارت د نومبر په میاشت کې وویل چې په عراق کې یې ۸۸۹۲ سرتېري مېشت دي. په ۲۰۰۷ کال په عراق کې شاوخوا ۱۶۰زره امریکایي سرتېري دیره وو.

امریکا په ۲۰۰۳ کال کې د صدام حسین د رژیم پر ضد بریدونه پیل کړل او بیا یې ځواکونه واستول، خو د ۲۰۰۹ کال د جون په میاشت کې له دغه هېواد نه یې د ځواکونو وتل پیل او د ۲۰۱۱ کال په ډسمبر کې بشپړ شول.

مګر په په عراق کې د داعش جګړه مارانو دتش په نامه خلافت له اعلان وروسته وروسته امریکا په ۲۰۱۴ کال کې د داعش پر ضد بیا عملیات پیل کړل او ځواکونه یې واستول. امریکایي چارواکي وایي چې د عراق کې په جنګ کې یې ۴۵۳۰ سرتېري وژل شوي دي.

امریکا له عراق څخه خپل ځواکونه وباسي خو لا هم شاوخوا ۱۲۰۰۰ امریکایي سرتېري په افغانستان کې مېشت دي چې د ترهګرۍ سره په جنګ د افغان ځواکونو ننګه وکړي.

XS
SM
MD
LG