د لاس رسي وړ اتصالات

پنټاګون: روسیې د امریکا د سپوږمکۍ لور ته فضايي وسله توغولې


امریکا او روسیې په وروستیو میاشتو کې پر یو بل باندې فضا ته د وسلو لیږدولو ګڼ تورونه لګولي.
امریکا او روسیې په وروستیو میاشتو کې پر یو بل باندې فضا ته د وسلو لیږدولو ګڼ تورونه لګولي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویلي روسیې یوه احتمالي فضايي وسله توغولې او د ځمکې په هغه مدار کې یې ځای پر ځای کړې چې د امریکا یوه دولتي سپوږمکۍ پکې څرخي.

د پنټاګون ویاند پاټ رایډر د سه شنبې ورځې می ۲۱ (غبرګولي ۱) په پای کې یوې خبري غونډې ته وویل: "روسیې یوه سپوږمکۍ د ځمکې ټیټ مدار ته توغولې، موږ ارزونه کوو چې دا یوه فضايي وسله ده چې د ځمکې په ټیټ مدار کې پر نورو سپوږمکیو باندې برید کولی شي."

رایډر وویل چې د می په ۱۶مه توغول شوې دا روسۍ فضايي وسله "د ځمکې په هغه مدار کې ځای پر ځای شوې چې د متحده ایالاتو د حکومت یوه سپوږمکۍ پکې له وړاندې ځای پرځای وه."

هغه زیاته کړه چې واشنګټن به د وضعیت څارنې ته دوام ورکړي او د خپلو ګټو ساتلو ته چمتو دی.

رایډر وویل: "موږ مسئولیت لرو چې د فضا ساتنې او دفاع ته چمتو اوسو او همدارنګه د ګډو ځواکونو دوامدار ملاتړ ډاډمن کړو."

د سه شنبې په ورځ، مسکو وروسته له هغه چې واشنګټن د وسلو د مخنیوي په اړه په ملګرو ملتونو کې د روسیې وړاندیز ویټو کړ، متحده ایالات په فضا کې د وسلو په ځای پر ځای کولو تورن کړل.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په یو بیان کې وویل: "هغوی یو ځل بیا وښودله چې د بهرنۍ فضا په برخه کې یې اصلي لومړیتوبونه له هر ډول وسلو څخه د فضا پاکول نه بلکې په فضا کې د وسلو ځای پر ځای کول او فضا د پوځي مقابلې په ډګر بدلول دي."

دواړو زبرځواکونو په وروستیو میاشتو کې پر یو بل باندې فضا ته د وسلو لیږدولو ګڼ تورونه لګولي او دواړو د وسلو د خپرېدو د مخنیوي په اړه په ملګرو ملتونو کې جلا جلا وړاندیزونه کړي دي.

روسیې تېره میاشت د امریکا دا ډول یو وړاندیز ویټو کړ، په داسې حال کې چې د دوشنبې په ورځ امریکا، بریتانیا او فرانسې د مسکو وړاندیز رد کړ.

‍په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو استازي رابرټ ووډ د روسیې دا وړاندیز چې په ټولو هیوادونو یې غږ کړی چې "په فضا کې د وسلو د ځای پرځای کولو د مخنیوي لپاره عاجل اقدامات وکړي"، د عامه ذهنیتونو د مغشوش کولو هڅه او یوه "دپلوماتیکه لوبه" وبلله.

هغه وویل چې د روسیې "احتمالي" فضايي وسله" په احتمالي توګه د ځمکې په ټیټ مدار کې پر نورو سپوږمکیو د برید کولو وړتیا لري."

ووډ د دوشنبې د رایې اچونې وړاندې په یو بیان کې وویل: "روسیې دا نوې فضا ضد وسله په هماغه مدار کې ځای پر ځای کړه چې د متحده ایالاتو د حکومت سپوږمکۍ پکې وه."

رابرټ ووډ وویل چې روسیې له دې وړاندې په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۲ کې هم احتمالي فضايي ضد سیستمونه د ځمکې ټیټ مدار ته لیږدولي دي.

د فبرورۍ په میاشت کې، سپینې ماڼۍ وویل چې روسیه د سپوږمکیو ضد وسله جوړوي او د امریکا قانون جوړوونکو دا خپل ملي امنیت ته ګواښ وباله.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG