د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین لویدیځ ته د اتومي جګړې د خطر خبرداری ورکړ


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ فبروري ۲۹ (کب ۱۰) خبرداری ورکړ چې که لویدیځ په اوکراین کې شخړې ته لمن ووهي، د اتومي جګړې "واقعي" خطر به رامنځته کړي.

ملت ته په خپلې کلنۍ وینا کې، پوتین وویل چې سرتیري یې په اوکراین کې پرمختګ کوي. هغه دا خبرداری هم ورکړ چې که هر هیواد اوکراین ته د سرتیرو لیږلو جرئت وکړي، د "ناوړه پایلو" سره به مخامخ شي.

پوتین وویل: "هغوی اوکراین ته د لویدیځ د پوځي قطعاتو د استولو احتمال اعلان کړی دی... د احتمالي مداخلو پایلې به سخته غمیزه رامنځته کړي."

پوتین زیاته کړه: "هغوی باید په دې پوه شي چې موږ هم داسې وسلې لرو چې کولی شي د دوی په خاوره کې هدفونه په نښه کړي. هر هغه څه چې لویدیځ یې ترسره کوي، د اتومي وسلو د جګړې واقعي خطر رامنځته کوي، او دا د تمدن له منځه وړل دي."

د پوتین دا وینا په ښکاره د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون هغو څرګندونو ته غبرګون دی چې دا اونۍ یې اوکراین ته د لویدیځ د سرتیرو د لیږلو احتمال رد نکړ. خو د اروپا نورو مشرانو په چټکۍ سره کیف ته د سرتیرو د لیږلو احتمال رد کړ.

اوکراین ته د لویدیځ د سرتیرو لیږلو بحث په مسکو کې پراخ غبرګونونه پارولي، چیرې چې د اوږدې مودې راهیسې، د اوکراین شخړه د روسیې په خلاف د لویدیځ "غیرمستقیه جګړه" ګڼل کیږي.

لویدیځو مشرانو په مکرر ډول په پوتین باندې دا نیوکه کړې چې د اتومي وسلو په اړه پاروونکې څرګندونې کوي.

پوتین روسیه له متحده ایالاتو سره د وسلو د کنټرول له تړون څخه وایستله او وړاندې یې دا خبرداری هم ورکړی و چې نوموړی د اتومي وسلو د استعمالولو په اړه "تشې خبرې نه کوي."

خو د روسیې ولسمشر په وروستیو میاشتو کې په دې اړه خپله لهجه نرمه کړې وه.

پوتین د اتومي وسلو په اړه تازه خبرداری په داسې حال کې ورکړی چې د اوکراین په جګړه کې روسيې د خپلو ځواکونو د پرمختګ خبره کړې او اقتصاد یې د لویدیځ د پراخو بندیزونو سره سره غوړېدلی دی.

پوتین تمه لري چې د روسیې په راروانو ټاکنو کې تر ۲۰۳۰ کال پورې ددغه هېواد ولسمشر پاتې شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG