د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا او اروپا کې ۱۵۰ تنه د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیول شوي


د امریکا د متحده ایالتونو د عدلیې د سه شنبې په ورځ اکټوبر ۲۶ (‌لړم څلورمه) وویل په امریکا او اروپايي کې د قانون تطبیق کوونکو ۱۵۰ تنه د نشه یي توکو د پلور په تور نیولي دي.

یاد وزارت ویلي دي چې دا کسان د امریکا د فدرالي چارواکو او د اروپا د پولیسو له خوا د لس میاشتینیو څیړنو په پایله کې نیول شوي دي.

څارنوالان ادعا کوي چې نیول شوي کسان د امریکا په متحده ایالتونو، بریټانیا، اتریش، بلغاریا، فرانسې، جرمني ، ایټالیا، هالنډ او سویس کې د نشه یي توکو د پیر او پلور د زرګونو مواردو په تړاو نیول شوي دي.

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي د یادو کسانو د نیول کیدو ترڅنګ، له هغوی څخه ۳۱.۶ میلیونه نغد ډالر، مجازي پیسې او ۴۵ قبضې وسلې هم ترلاسه شوي دي.

څارنوالانو ویلي دي چې له یادو کسانو څخه یوه اندازه غیرقانوني نشه یي توکي هم ترلاسه شوي دي چې ۱۵۲ کیلوګرامه امفتامین او ۲۱ کیلوګرامه کوکایین شامل دي.

د امریکا د عدلیې وزارت د راپور له مخې، ۶۵ کسان په امریکا، ۴۷ کسان په جرمني، ۲۴ کسان په بریټانیا، څلور کسان په ایټالیا، څلور کساان په هالنډ، درې کسان په فرانسې، دوه کسان په سویس او یو کس په بلغاریا کې نیول شوي دي.

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي دي چې یادو کسانو د Darknet په نامه انټرنټي شبکې له لارې نشه یي توکي پلورل.

د امریکا د عدلیې وزارت مرستیالې لیزا موناکو ویلي دي هغو کسانو چې د Darknet له لارې نشه یي توکي پلورل، په خپلو کورونو کې تقلبي لابراتوارونه درلودل او تقلبي قرصونه یې تولیدول چې د ډاکټر د نسخو له قرصونو سره یې شباهت درلود ، لکه فنټانیل، مټ امفتامین او د نشه یي توکو نور اوړند مخدره مواد.

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي‌ اوس هم تحقیقات روان دي څو هغه کسان هم ونیول شي چې د Darknet د انټرنټي شبکو تر شاه کار کوي.

میرمن موناکو ویلي، د کویډ نولس د ساري ناروغۍ له پیل څخه راپدیخوا، تر بل هره وخته خلکو د darknet شبکې ته ډیره مخه کړې او له دې لارې نشه یي توکو اخلي.

د امریکا د عدلیې وزارت دې چارواکي خبرداری ورکړی چې د darknet په ګډون انټرنټي شبکې به د قانوني تعقیب څخه خوندي نه وي او ټینګار یې وکړ چې "هیڅ تیاره انټرنټ به نه وي" او د هغوی فعالیت به افشا شي.

XS
SM
MD
LG