په صربستان کې متخصصینو نن یکشنبه اپریل ۲۱ (غوایي دوهمه) ددې هیواد په یو جنوبي ښار کې د شمالي اتلانتیک (ناټو) د ۱۹۹۹ کال څخه یو ۱۰۰۰ کیلوګرامه پاتې شوی بم وویسته.
د صربستان په جنوب کې د نیس له سیمې څخه د دغه بم ایستل چې د ودانیو د جوړولو کار په کې روان و، ددې سبب شو چې د سیمې په زرګونو اوسیدونکي خوندي ځای ته انتقال شي.
د صربستان د کورنیو چارو د وزارت یو مقام لوکا کاوسیک وویل چې بم به خوندي ځای ته انتقال او له منځه یوړل شي. هغه زیاته کړه چې د دغه بم د شنډولو بهیر د دې سبب شو چې د سیمې ۱۳۰۰ اوسېدونکي بلې سیمې ته انتقال شي.
د بم د ایستلو پر وخت په ساحه کې د پولیسو، د اور وژنې عملې او روغتیایی ټیمونه موجود وو چې د هر ډول پیښې د رامنځته کیدو په صورت کې اقدام وکړي.
د ۱۹۹۹ کال د مارچ په ۲۴ مه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تصویب پرته، ناټو د صربستان پر ضد د بمبارۍ کمپاین پیل کړ او دغه بهیر ۷۸ ورځې دوام وکړ.
د ناټو د برید هدف په کوزوو کې پر البانیايي بېلتون غوښتونکو باندې د صربستان د مشر سلوبوډان میلوشویچ د خونړي فشار پای ته رسول وو.
یوه تر ټولو خونړۍ پېښه د ۱۹۹۹ کال د مارچ په اوومه د نیس په ګاونډ کې رامنځ ته شوه، چې په یو ګڼه ګوڼه بازار کې د ناټو د بمبارۍ په ترڅ کې تر لسو زیات کسان ووژل شول. په هغه برید کې کلسټر بمونه کارول شوي وو او دا برید وروسته "لویه خطا" وبلل شوه.
خو بیا هم د ۱۹۹۹ کال د می په ۱۲، ناټو یو ځل بیا په ښار کې کلسټر بمونه واچول چې ۱۱ ملکي وګړي یې ووژل.
په ۱۹۹۰ لسیزه کې د پخوانۍ یوګوسلاویا د تجزیې په نتیجه کې ددې هیواد د مختلفو قومي ډلو ترمنځ د سیمو د ویش او قدرت پر سر مرکونې شخړې وشوې چې په نتیجه کې یوګوسلاویا وویشل شوه او د بوسنیا او هرزیګوینا، کروشیا، مقدونیه، مونټینیګرو، صربستان او سلووینیا په نامه هیوادونه رامنځته شول.
صربستان ۲۵ کاله وروسته د ناټو ۱۰۰۰ کیلو ګرامه بم د ځمکې له لاندې راوویست
![د ناټو ددغه ۱۰۰۰ کیلوګرامه بم د شنډولو لپاره د سیمې اوسېدونکي بلې سیمې ته انتقال شول](https://gdb.voanews.com/01000000-0aff-0242-fb1f-08dc61f4102e_w250_r1_s.png)
فورم \ دبحث خونه