د لاس رسي وړ اتصالات

ژوب کې د 'غیر اخلاقي کارونو' د مخنیوي لپاره د جامع جومات د امام فرمان او غبرګونونه


د بلوچستان په شمالي سيمه ژوب کې د جامع جومات امام الله داد کاکړ څو ورځې وړاندې په يو فرمان کې ويلي، چې د ښار په ختيځ کې پرته په سيليځي سیمه کې په اخترونو کې ځوانان نشيي توکي کاروي او له اخلاقي پلوه لوېدلي کارونه کوي. له فرمان وروسته پر ټولنيزو رسنيو خلکو سخت غبرګونونه څرګند کړي او د دې امام څرګندونې په کلکه غندل شوې دي.

د دې ملا په فرمان کې ویل شوي، "د ساعتېري او سيل لپاره د بېلابېلو سیمو ځوانان د قانون او پښتونولۍ برعکس کارونه کوي، نشيي توکي کاروي. د سياسي ګوندونو د اتحادي غونډه رابلل شو چې د حل لاره يې ولټوي".

خو له دې وروسته ځوانانو سخت غبرګونونه څرګند کړل چې بيا وروسته د مولانا په مشرۍ کې د جون پر پينځلسمه غونډه کې وويل شول، چې دوی ګواکې د سېل ځای د بندولو خبره نه کوي، خو البته د غيرشرعي کارونو اجازه هم چاته نه ورکوي.

دغه مذهبي مشر چې د جمعيت علما اسلام ګوند سره تړاو لري، د افغان طالبانو او په افغانستان کې امريکايي او ناټو ځواکونو او د جمهوريس اشرف غني په مشرئ کې د پخواني حکومت پر ضد د وسله والو د مبارزې ملاتړی دی. ځکه نو د فېسبوک ځيني کارونکو هغه د پاکستان د رياست تالي څټی بللی او ويلي یې دي چې دا کار یې د رياست په خوښه کړی دی.

د ملتپال پښتونخوا ملي عوامي ګوند وياند رضا محمد رضا وايي چې خوښۍ او ساعتېرۍ اجازه خو اسلام هم ورکړې ده، نو بيا دغه ديني عالم څنګه په خپله خوښه د يوې سيمې او خلکو د بدنامولو هڅه کوي.

سيليځي ته نږدې د کلي کپيپ قبايلي مشر ملک ميرادم شېراني وايي چې د امنيت او نورو غيرقانوني کارونو د مخنیوي کار د حکومت دی، بل څوک دا حق نه لري چې داسي پرېکړه وکړي، ځکه چې دا د حکومت په کارونو کې لاسوهنه ده.

د سيمې يو مدافع وکيل صمد خان مندوخېل او سيليځي ته نږدې د کلي تکۍ مشر وايي" هيڅوک داسي ثبوت نه لري، چې ګواکي د سېل لپاره راغلي ځوانان دې نشه يي توکي کاروي، داسي هيڅ نه دي شوي خو البته د مخنيوي مسووليت يې د پوليسو دی، بل څوک د دې د مخنيوي مسوول نه دی."

د جون پر پنځلسمه چې مولانا د سياسي ګوندونو غونډه رابللې وه، د سيمې يو شمېر ځوانانو په همدې سیمې کې د مولانا د پرېکړې په عکس العمل کې «ملي ‌مېله» جوړه کړې وه، اتڼونه يې کول او خوښي یې څرګندوله.

د قامي مېلې منتظم حسېن عالم امريکا غږ ته وويل چې د ژوب او شېراني ځوانان دغه تورونه ردوي او دا د سيمې د پرمختګ، سېلګرئ او د پښتنو تر منځ د تړون په خلاف يو منظمه دسيسه بولي. نوموړي زياته کړه: "زموږ د احتجاجي مېلې بری هم دغه دی چې د رجعت پسندو لخوا په را بلل شوي اجلاس کې نن سېلګري ته بد‌ نه ويل شو. د سېلګري مخالفينو چې نن کومه کمېټۍ د چېک اېنډ بېلانس په موخه جوړه کړې دا غير قانوني او غير اييني ده ولې چې د غير قانوني کارونو مخنيوی د رياستي ادارو کار دی."

په مېله کې ګډونوال ځوان سياسي فعال عبدالغفار مندوخېل وايي چې د نورو سيمو ځوانان دلته په سېل راځي او له دې سيمې سره يې پښتني تړون ټینګېږي، خو د مولانا فرمان د ياد تړون د ماتولو يوه هڅه ده.

د مولانا الله داد کاکړ په اړه ویل کیږي چې په طالبانو کې هم زيات نفوذ لري، په تېرو کلونو کې يې نه یوازې دا چې ډېر خلک جګړې ته هڅولي او ځوانان يې افغانستان ته لېږلي بلکې څو کاله وړاندې په ۲۰۱۷ کې يې د افغان جهاد په نامه چنده هم راټوله کړې وه چې بيا وروسته د خلکو تر سخت فشار لاندې راغلی وو.

XS
SM
MD
LG