د لاس رسي وړ اتصالات

پېښور کې په ځانمرگي برید کې هارون بلور ووژل شو


هارون بلور

د پېښور د یکه توت په سیمې کې د عوامي نیشنل گوند په یوې انتخاباتي غونډې په برید کې د بشیر بلور زوی او په پېښور کې د دغه گوند کاندید هارون بلور وژل شویدی.

لومړني رپورټونه وایي چې په دغه چاودنه کې ۱۲ تنه وژل شویدي او اته زخمیان دي.

د هارون بلور پلار، بشیر بلور هم په ٢٠١٢ کال کې په ځانمرګي برید کې وژل شوی و.

د پاکستان یو خصوصي تلویزیون ویلي دي چې د پیښې د ځای نه شاوخوا ٢٥ زخمیان روغتون ته وړل شویدي چې پکې د ٧ تنو حالت جدي دی.

د پاکستان موقت صدراعظم ناصرالملک حمله غندلې او ویلي یې دي چې د مسول کسانو سره به د قانون سره سم چلند کیږي.‌

XS
SM
MD
LG