د لاس رسي وړ اتصالات

د پېښور دوکاندارانو د پاکستان حکومت د بازارونو وختي تړلو پرېکړه غندلې


د پاکستان په پېښور ښار کې سوداګرو د اسلام آباد له هغه پرېکړې سره مخالفت ښودلی چې غواړي د انرژۍ د سپما دپاره بازارونه وختي وتړي.

د پاکستان حکومت تېره اونۍ اعلان وکړ چې هېواد ته د انرژۍ د وارداتو د کمولو او لګښتونو د سپمولو په موخه یې د شپې تر ۸:۳۰ بجو پورې د ټولو بازارونو او د شپې تر لسو بجو پورې د ودونو د تالارونو د تړلو پرېکړه کړې ده. خو دا پرېکړه تر اوسه د هېواد په کچه په بشپړه توګه نه ده پلې شوې.

د پېښور هټيوالو او سوداګرو دغه پريکړه غندلې او ويلي يې دي چې د اقتصادي راکړې ورکړې په بندولو سره د انرژۍ سپمول د منلو وړ نه دي.

په پېښور کې د سوداګرو د اتحاديې مرستيال ظفر خټک د اسلام آباد دغه پرېکړه ناقصه او بې ګټه ګڼي او وايي چې مرکز لومړی بايد خپل لګښتونه او بډې او رشوتونه له منځه يوسي او بيا دا ډول پريکړه وکړي.

هغه وویل: "زموږ بدبختي دا ده چې زموږ واکمنانو دا هیواد د تجربې ډګر جوړ کړی دی. تر څو چې له دې هیواد څخه بډې رشوتونه او اضافي لګښتونه ختم نه شي، دا ډول کمزورې پرېکړې به بې ګټې وي."

خو مرکزي حکومت ویلي چې په هېواد کې خراب اقتصادي وضعیت او د انرژۍ سخت کمښت ته په کتو سره یې د انرژۍ سپمولو د پلان منظورولو او سمدستي عملي کولو پرېکړه کړې ده. حکومت ویلي، غواړي د دې اقدام له لارې د ملي پانګې په خوندي کولو سره ۶۲ ميليارده کلدارې وسپموي.

د پېښور تر څنګ په پنجاب ایالت او د پاکستان په ځینو نورو سیمو کې هم د حکومت له دې پرېکړې سره مخالفت ښودل شوی او سوداګرو نیوکه کړې چې مرکزي حکومت ورسره په دې اړه مشوره نه ده کړې.

د بازارونو وختي تړلو دپاره د حکومت د امر سره سره د پېښور په بيلا بيلو بازارونو کې له اته نيمو بجو وروسته هم دوکانونه پرانیستي وي.

دوکانداران وايي، کاروبار يې چې له وړاندې څخه د ستونزو سره مخ دى، د حکومت دا ډول پرېکړې به ورته نور تاوان ورسوي.

د خوړنځای خاوند سيدالله وویل: "که دا پرېکړه دلته عملي شي، زموږ سوداګري به ډیره زیانمنه کړي، ځکه چې دلته هرڅوک ناوخته ویښېږي او زموږ ګټور کارونه د شپې لخوا ترسره کیږي. تاسو وګورئ چې اوس اته بجې دي، نو زموږ بازار ګرم دی او پیرودونکي را رسیدلي دي. نو که موږ په دې وخت کې دوکانونه وتړو، دا زموږ سره ظلم دی."

د پېښور بل هټیوال عبدالباسط وايي حکومت په خپلې دغه پرېکړه کې دده په څېر خلکو اړتیاوې په نظر کې ندي نیولي.

هغه وویل: "د انفلاسیون کچه ورځ په ورځ مخ په ډیریدو ده، نو که موږ د شپې په اته بجو دوکانونه وتړو، د کور لګښتونه به څنګه پوره شي، هر څه ګران شوي دي."

اقتصاد پوهان وايي پاکستان د اقتصادي سقوط سره مخ دی. په ورته وخت کې پاکستان بايد بهرني پورونه بيرته ورکړي خو د پاکستان دخزانې وزارت د معلوماتو له مخې پاکستان روان کال کې په مجموعي ډول ۳۳ میلیارد ډالرو ته ضرورت لري. د پاکستان دولت هڅه کوي چې د انرژۍ سپما او وارداتو په کمولو سره د هيواد اړتیاوې پوره کړي.

XS
SM
MD
LG