د پیښور عالي محکمې د یو شخص په زوره د لادرکه کیدو په قضیه کې د آی ایس آی د مشر په شمول د دوو ادارو مشرانو ته د حاضریدو امر کړیدی
عالي محکمې د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر فیض حمید، د دفاع وزیر او د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو وزیر په دغه قضیه کې راغوښتي دي.
د عالي محکمې قاضي دغه چارواکو ته د اکتوبر په ١۴ نیټه محکمې ته د حاضریدو امر کړیدی.
د خیبر پښتونخوا د مومندو یو اوسیدونکی انصاف شاه د ٢٠١٥ کال د اپریل په میاشتې کې امنیتي چارواکو نیولی و او د هغه ورځ نه وروسته لادرکه دی.
د انصاف شاه کورنۍ د پیښور عالي محکمې د بشري حقونو څانگې ته خواست کړیدی چې هغه دې خوشی کړل شي او که په هغه تورونه وي نو محکمې ته دې وړاندی کړل شي.
په پیښور محکمې کې د انصاف شاه د کورنۍ وکیل رضا خان صاپی امریکا غږ ته وویل چې د انصاف خان په قضیه کې د حکومت د دوو ادارو د چارواکو د یو بل ضد دریځ نه وروسته محکمې دغه چارواکي د توضیح لپاره راغوښتي دي.
په دغه لړ کې د محکمې قاضي وقار احمد سیټ د دفاع وزیر، د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو وزیر او د پاکستان د استخباراتي اداری مشر جنرال فیض حمید ته امر کړیدی چې د اکتوبر په ١٥ نیټه دې محکمې ته حاضر شي.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان د نورو صوبو په پرتله د خیبر پښتونخوا په صوبې کې د لادرکه کسانو قضیې زیاتې دي او دا موضوع حساسه گڼل کیږي.
د پښتون تحفظ تحریک هم د ځینو نورو غوښتنو سره د لادرکه کسانو د درک معلومولو په هدف جوړ شویدی او غوښتنه کوي چې هغه کسان چې لادرکه دي، د هغوي په اړه دې ورته معلومات ورکړل شي.