د فایزر درمل جوړولو شرکت د یوې څېړنې په نتیجه کې موندلې چې په نړۍ کې د کرونا د اومیکرون ډول د خپرېدو هم مهاله، ددغه شرکت له لوري د کرونا د مخنیوي دپاره جوړ شوی واکسین د ۵ کلونو څخه د ټیټ عمر په ماشومانو کې ۷۳ سلنه ګټور ثابت شوی دی.
په امریکا کې له ډیر ځنډ وروسته، سږ کال د جون په میاشت کې د ۵ کلونو څخه د ټیټ عمر ماشومانو ته ددغه واکسین تطبیق پیل شو.
د امریکا د ماشومانو د روغتیا مرکز ویلي چې د اګست تر نیمايي پورې، شپږ سلنه د شپږ میاشتینیو څخه تر څلورو کلونو ماشومانو پورې د دغه واکسین لږ تر لږه یو ډوز ورکول شوی دی.
د روغتیا چارواکو وروسته له هغه ماشومانو ته ددې واکسین د تطبیق اجازه ورکړه چې څېړنو وموندله چې دا واکسین د ماشومانو دپاره خوندي دی او د هغوی په بدن کې د ویروس ضد توان پیاوړی کوي.
د فایزر څیړنې د مارچ او جون تر منځ موندلې چې د پنځو کلونو څخه د ټیت عمر د هغو ۳۵۱ ماشومانو له جملې څخه چې د واکسین یو تمریني ډوز ورکړل شوی و، ۲۱ یې په کرونا اخته شوي، په داسې حال کې چې د هغو ۷۹۴ ماشومانو له جملې څخه چې د واکسین ۳ ډوزه یې بشپړ کړي، یوازې ۱۳ تنه یې په دې ناروغۍ اخته شوي دي.
اکثره دغه ماشومان د کرونا د اومیکرون (BA.2) په ډول اخته شوي چې ددغې څېړنې پر وخت د خپرېدو په حال کې وو. اوس مهال، د اومیکرون بل نوی ډول (BA.5) په امریکا او ډیرو نورو هېوادونو کې خلک په ناروغۍ اخته کوي.
د پنځو کلونو څخه د لوړ عمر ماشومانو او لویانو ته له ډیر وخت راهیسې دا واکسین تطبیق کیږي او حتی په کرونا د اخته کېدو په ډیرو خطرناکو پیښو کې د خلکو په ډیر ناروغ کېدو او له مرګ څخه په ژغورنه کې ګټور ثابت شوی دی.
که څه هم د کرونا ډولونه بدلیږي، خو د روغتیا د چارو کارپوهان وايي، چې واکسین په دغو حالاتو کې هم د انسانانو په ژغورنه کې مرسته کوي.
د فایزر شرکت په روانه اونۍ کې د امریکا د روغتیا له ادارو وغوښتل چې ددې شرکت له لوري جوړ شوی د کرونا د اومیکرون ضد هغه واکسین تایید کړي چې د ۱۲ کلونو څخه د لوړ عمر لرونکو خلکو ته په راتلونکي مني موسم کې د تقویوي ډوز په توګه تطبیق شي.
دا شرکت وايي، د ۱۲ کلنو څخه د ټیټ عمر لرونکو ماشومانو دپاره هم د کرونا د تقویوي ډوز واکسین په جوړولو کار کوي.