د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې الوتکه غورځېدلې؛ دڅه باندې ۱۰۰ کسانو د مړینې احتمال


په الوتکه کې ۹۹ مسافر سپاره وو
په الوتکه کې ۹۹ مسافر سپاره وو

په پاکستان کې چارواکي وايي د دغه هېواد د هوايي شرکت (پي آی اې) یوه الوتکه د کراچۍ په ښار کې غورځېدلې ده.

پاکستاني چارواکو رویټرز او فرانس پرس خبري اژانسونو ته ویلي دي چې معمولآ په دا ډول الوتکو کې شاوخوا ۱۰۰ تنه مسافر لیږدول کیږي او اته کسان نور هم د الوتکې پیلوټ او کارکوونکي وو.

احتمال شته چې په دغې الوتکې کې سپاره ټول کسان مړه شوي وي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دغې پېښې له قربانیانو او پاکستان له حکومت سره خواخوږي ښودلې ده.

ښاغلي غني په خپل ټویټر کې ویلي دي‌ چې افغانان به په دغه سخته ورځ له پاکستانیانو سره ولاړ وي.

د پي آی اې هوايي شرکت ویاند عبدالستار د دغې پېښې پخلی کړی دی خو د الوتکې د غورځېدو علت لا معلوم نه دی.

د پي آی اې ۳۲۰ډوله الوتکې له لاهور ښار څخه کراچۍ ته مسافر انتقالول چې کراچۍ ښايي هوايي اډې ته نژدې د ماډل ټاون په سیمه کې غورځېدلې ده.

لا معلومه نه ده چې د الوتکې د غورځېدو له کبله د سیمې خلکو ته هم مالي او ځاني زیانونه اوښتي که نه.

په ټولنیزو رسنیو کې د الوتکې د غورځېدو ځينې ویدیوګانې هم خپرې شوې دي.

د پاکستان پوځ وايي‌ چې څرخي الوتکو یې د ژغورنې عملیات پیل کړي دي او د کراچۍ ښار په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.​

په ۲۰۱۶ کې د همدغه هوایي‌ شرکت یوه بله الوتکه د چترال نه اسلام اباد ته په لار د حویلیا په سیمه کې غورځېدلې وه چې ۴۸کسان په کې مړه شوي وو.

XS
SM
MD
LG