د لاس رسي وړ اتصالات

د پیکاسو یو هنري شاهکار په ۱۳۹ میلیون ډالرو وپلورل شو


د پابلو ځینې نقاشۍ
د پابلو ځینې نقاشۍ

د پابلو پیکاسو [ښځه له ساعت سره] هنري شاهکار د چهارشنبې په ورځ نومبر اتمه (لړم۱۷) د نیویارک د سادابیز په بولي کې په ۱۳۹.۳ میلیون ډالرو وپلورل شو.

دا د پیکاسو دویم هنري شاهکار دی چې تر ۱۰۰ میلیون ډالرو په ډېر قیمت پلورل کېږي.
د ۱۹۳۳ میلادي کال په دغې نقاشۍ کې د فرانسې پخوانۍ موډله ماري تیریس والتر انځور شوې. والټر د پیکاسو معشوقه هم بلل کېده.

والټر په ۱۹۲۷ کال کې، چې هغه وخت ۱۷ کلنه وه، په پاریس کې له پیکاسو سره ولیدل. پیکاسو هغه مهال له یوې روسۍ نڅاګرې اولګا خوخلووا سره واده کړی و.

د پیکاسو د ۱۹۳۲ کال یوه بله نقاشي په ۲۰۱۰ کال کې په ۱۰۶ میلیون ډالرو وپلورل شو.

د هغه تر ټولو قیمتي نقاشي د الجزایر ښځې وې. دا نقاشي،‌ چې په ۱۹۵۵ کال کې شوې وه، په ۱۷۹.۴ میلیون ډالرو وپلورل شوه.

پیکاسو د ۱۸۸۱ کال د اکتوبر په ۲۵ نېټه په هسپانیا کې وزېږېده او د ۱۹۷۳ کال د اپریل په اتهه نېټه په فرانسه کې مړ شو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG