د لاس رسي وړ اتصالات

د برتانیا د صدراعظمې د وژلو هڅه ناکامه شوې


د برطانیې صدراعظمه ټریسا می
د برطانیې صدراعظمه ټریسا می

په لندن کې نن دوه تنه پدې تور محکمې ته وړاندې شول چې غوښتل یې صدراعظمه تیریزا مې ووژني.

چارواکي وایي دغو دوه کسانو نیت درلود چې ځانمرګي بریدونه او په چاقوګانو برید وکړي.

د برتانیې د کورني استخباراتو د ادارې مشر انډریو پارکر د کابینې وزیرانو ته په وینا کې ویلي دي چې سږ کال یې په هیواد کې دننه نهه تروریستي بریدونه شنډ کړیدي.

چارواکي وایي پدې دسیسو کې یوه یې د برتانیې د صدراعظمې تیریزا مې ترور و. دوه کسانو نیت درلود چې د ډواننګ سټریټ په دروازو کې لومړی چاودنه او بیا وروسته ځانمرګی برید وکړي او یا خلک په چاقوګانو ووهي.

پولیسو دواړه مشکوک کسان په لندن او د برمنګهم په ښارونو کې نیولي دي. یو یې شل کلن نعیم ذکریا خان او بل یې ۲۱ کلن محمد عاقب عمران نومیږي. پولیسو همدارنګه ویلي دي چې د ذکریا خان سره یې چاودیدونکي مواد هم نیولي دي.

په عمران دا تور هم دی چې هڅه یې کړې وه جعلي پاسپورټ واخلي او په لیبیا کې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې سره یو ځای شي.

XS
SM
MD
LG