د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل اندراګاندي روغتون کې په سینه بغل د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی


د کابل د اندراګاندي د ماشومانو روغتون ډاکټران وايي، د هوا د سړېدو او چاپېریال د ککړتیا له امله په ماشومانو کې د نمونیا یا سینه بغل ناروغي زیاته شوې ده.

ددې روغتون مسولین وايي، که څه هم دوی ته د یو شمېر مرستندویو غیرحکومتي موسسو له خوا درمل ورکول کیږي خو د ناروغانو د شمیر زیاتېدو او د ډاکټرانو او نرسانو کموالي له لویو ستونزو سره مخامخ کړيدي.

د رویټرز د راپور په اساس، د اندراګاندي په روغتون کې د نمونیا یا سینه بغل لپاره په ځانګړي شوي وارډ کې په یوه بستر کې دوه او درې ماشومان پراته دي. د تعداد له لحاظه ډیر محدود طبي کارکونکي او اندېښمنې میندې او پلرونه یې درملنه او څارنه کوي.

ځینو میندو د خپلو ماشومانو په مخونو باندې د اکسیجن کوچني ماسکونه نیولي دي او پلرونه یې په دهلیزو کې انتظار باسي.

په دغو ماشومانو کې د ۲۲ کلنې مریمې، زوی، رحمت هم شامل دی. رحمت درې ځلې مخکې هم دې روغتون ته راوړل شوی دی، دا ځل د سینه بغل په خاطر راغلی دی.

مریم وايي، د اوسېدو کوټه یې ډېره سړه ده. هغه وايي، هرځل چې لس میاشتنی رحمت له ګرم روغتون څخه بیرته خپل کور ته راځي بیرته ناروغیږي. دا کابل دا اوسېدونکې مېرمن وايي، خاوند یې اوس وزګار دی او دوی د رحمت د درملو د پوره نسخې د اخیستو وس هم نه لري.

د اندراګاندي روغتون ډاکټران وايي د سړې هوا او خوارځواکۍ له امله په سینه بغل اخته په زرګونو ماشومان ور وړل کېږي. ددې روغتون د ماشومانو د څانګې مسئول، محمد عارف حسنزی زیاتوي چې ډیرې بې وزلې کورنۍ چې خپلو ماشومانو ته د تودو جامو اخیستلو تاوان نلري او ماشومانو ته د واکسین نه کول ددې لامل کیږي چې ماشومان یې په سینه بغل اخته شي.

د اندراګاندي روغتون یو بل ډاکټر حسین افضلي وايي د ډاکټرانو او طبي کارکونکو کمښت یې لویه ستونزه ده.

هغه وویل: "که څه هم د ځینو خیریه موسسو له لارې موږ ته یو شمیر درمل راکړل شوي، خو بیا هم د ډاکټرانو، متخصصینو، نرسانو کموالی او د ناروغانو زیاتېدونکی شمېر زموږ لپاره یوه لویه ننګونه ده."

د دغه روغتون د شمیرو له مخې، د تیرکال د نومبر په میاشت کې ۶۷۰۰ ماشومان د سینه او بغل، ټوخي او سالنډۍ له امله په دغه روغتون کې بستر شوي دي. د وړم کال په همدې میاشت کې دغه شمېره ۳۷۰۰ وه.

خیریه موسسې وايي، په غیردولتي موسسو کې د ښځینه کارکونو په کار باندې د طالبانو د بندیز له لګېدو وروسته ښايي ‌وضعیت نور هم خراب شي. ۱۸۰ نړیوالو خیریه ادارو ویلي د دغه بندیز له امله د ژمي په دې سخت موسم کې خپل کارونه ځنډوي.

XS
SM
MD
LG