د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي پولیسو د غزني والي نیولی دی


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې پولیسو په میدان وردګ ولایت کې د غزني والي داوود لغمانی او د دغه ولایت یو شمېر نور چارواکي نیولي دي.

پولیسو د غزني ولایت دغه چارواکي وروسته له هغې نیولي چې طالبانو نن سهار د غزني ولایت د نیولو ادعا وکړه. په ټولنیزو رسنیو کې نشر شوي انځورونه ښيي چې د غزني ولایت چارواکي په خپلو موټرو کې له دغه ولایت څخه د وتلو او کابل ته د تللو په حال کې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۲ (زمري ۲۱) وویل: "د غزني والي او مرستیال یې او د دفتر رئیس یې سره له هغو کسانو چې له ده سره یې ملتیا کوله په میدان وردګو ولایت کې د کورنیو چارو وزارت د داخلي امنیت د عمومي ریاست له خوا ونیول شول".

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا نه دي ویلي چې ښاغلی لغمانی او د غزني ولایت نور چارواکي په کوم تور نیول شوي دي خو میرویس ستانکزي وویل چې په دې اړه به جزئيات وروسته شریک کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس طالبانو د غزني مرکز کې یو شمېر سیمي نیولي خو مقاومت لا هم دوام لري.

طالبانو د غزني ښار د نیولو ادعا کړې ده او ویلي دي چې د دغې ډلې جنګیالیو "په غزني ښار کې د ولایت مقام، امنیه قومندانۍ، محبس، ریزرف قطعه، درېیمه حوزه، د چټک غبرګون مرکز، قلعه جوز، علي لالا، روضه او صفر ۶ قطعې مرکز په بشپړه توګه نیولي دي".

طالبانو ویلي چې د غزني په جګړو کې یې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته تلفات اړولي، یو شمیر ځواکونه دغې ډلې ته تسلیم شوي او زیاته اندازه وسلې او تجهیزات یې نیولي دي.

XS
SM
MD
LG