د لاس رسي وړ اتصالات

کورنیو چارو وزارت: طالبانو د غزني ښار ځینې برخې نیولي خو مقاومت شته


په داسې حال کې چې طالبانو د غزني د ښار د نیولو ادعا کړې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د غزني په ښار کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

د دغه وزارت ویاند میرویس ستانکزي د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۲ (زمري ۲۱) وویل چې طالبانو د غزني ښار ځینې برخې نیولي دي.

ښاغلي ستانکزي وویل: "د غزني ښار کې جګړه روان ده، بعضې نقاط دښمن نیولي دي خو جګړه لا هم روانه ده. غزني کې مقاومت شته".

ښاغلي ستانکزي په دغو جګړو کې دواړو خواو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه ونه ویل.

خو طالبانو د غزني ښار د نیولو ادعا کړې ده او ویلي دي چې د دغې ډلې جنګیالیو "په غزني ښار کې د ولایت مقام، امنیه قومندانۍ، محبس، ریزرف قطعه، درېیمه حوزه، د چټک غبرګون مرکز، قلعه جوز، علي لالا، روضه او صفر ۶ قطعې مرکز په بشپړه توګه نیولي دي".

طالبانو ویلي چې د غزني په جګړو کې یې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته تلفات اړولي، یو شمیر ځواکونه دغې ډلې ته تسلیم شوي او زیاته اندازه وسلې او تجهیزات یې نیولي دي.

د کندهار د زندان نیولو ادعا

که څه هم تېره ورځ طالبانو د کندهار د زندان د نیولو ادعا کړې خو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند جګړن محمد صادق عیسی امریکا غږ ته وویل چې وسله والو طالبانو د کندهار پر عمومي زندان له پرون ورځې راهیسې خپل بریدونه زیات کړي دي.

نوموړي د جزیاتو له ور کولو پرته وويل چي ګډ افغان ځواکونه د کندهار د عمومي زندان د ودانۍ شاوخوا کې ځای پر ځای شوي دي.

هغه زیاته کړه: "سیمي ته د ګډو قواوو تازه دمه سرتیري رسیدلي د زندان د ودانی سره نږدې ځای پر ځای شوي خو جزیات به يې وروسته له رسنیو سره شریک شي".

خو وسله والو طالبانو ويلي چي تېر ماښام يې د کندهار زندان تر خپلي ولکې لاندې را وستی او ټول زندانیان ازاد شوي دي.

طالبانو همداشان ویلي چې د کندهار د زندان ټول امنیتي پرسونل دغې ډلې ته تسلیم شوی دی.

د کندهار یوه لوړ پوړي امنیتي مقام هم د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته تائید کړې چې تېره شپه د زندان ساتونکي طالبانو ته تسلیم شوي او وروسته طالبانو ټول زندانیان خوشې کړي.

د کندهار د سرپوزې په زندان کې د کندهار تر څنګ د جنوب د درېیو نورو ولایتونو هلمند، اروزګان او زابل زندانیان هم ساتل کیده چي د چارواکو په وینا شمېر يې تر درې زره تنو ته رسیده.

په دغو زندانیانو کې د سیاسي بندیانو تر څنګ لویه برخه یې د جنايي جرمونو په تور زنداني و.

XS
SM
MD
LG