د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې د کاغذ پران فیستیوال کې شپږ تنه په تار مړه شوي


د هند په ګجرات ایالت کې د کاغذ پران یا د پتنګانو د الوځولو کلنۍ نړیوال فیستیوال
د هند په ګجرات ایالت کې د کاغذ پران یا د پتنګانو د الوځولو کلنۍ نړیوال فیستیوال

د هند په ګجرات ایالت کې سږ کال د کاغذ پران یا د پتنګانو د الوځولو په کلنۍ فیستیوال کې شپږ کسان مړه شوي او څه دپاسه ۱۷۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د هند پولیس وايي دغه شپږ کسان وروسته له هغه مړه شول چې د جنورۍ د ۱۴ د کلني فیستیوال په ترڅ کې د کاغذپران «شیشه یي» تار د هغوی غاړې پرې کړې. په مړه شویو کسانو کې درې ماشومان شامل دي چې یو یې دوه کلن و.

په دې جشن کې هر کال په زرګونو خلک برخه اخلي او ددې ایالت په مختلفو سیمو کې په پراخو میدانونو یا د ودانیو د بامونو پر سر د کاغذ پران د الوځولو لوبه کوي. د ګجرات پولیسو ویلي چې لږ تر لږه ۱۷۶ کسان د تار او یا له لوړو ځایونو څخه د راپرزیدو له امله ټپیان شوي دي.

په دودیز ډول، د کاغذ پران تار د پنبې له تارونو څخه جوړیږي. خو په دې وروستیو کلونو کې د کاغذ پران د الوځولو لپاره د نیلون یا مصنوعي تارونو څخه کار اخیستل کیږي چې بیا پرې شیشه وهل کیږي چې په اسانه نه پرې کیږي او ډیر تیره وی. په هند کې، دا ډول تار د "مانجه" په نوم یادیږي.

د دې فستیوال څخه یوه اونۍ وروسته، د ګجرات پولیسو راپور ورکړ چې د ټولو مړه شویو کسانو د مړینې او د ټپیانو د ټپي کیدو لامل همدغه د مانجه په نامه تار و.

د ۲۰۱۷ کال راهیسې د مانجه تار استعمال په هند کې منع شوی او پلورونکي او کاروونکي یې تر ۱۰۰ زره هندي کلدارو پورې جریمه او تر پنځو کلونو بند محکوم کیږي.

خو له دې سختې سزا سره سره د کاغذ پران د لوبو په موسم او جشنونو کې د ځوانانو له خوا د مانجه تار په براخه توګه کارول کیږي.

د حیواناتو د حقونو فعال متوپاندین پلینسامي وايي، د مانجه تار ښایي هر کال په زرګونه مرغان یا الوتونکي ووژني یا ټپي کړي.

هغه امریکاغږ ته وویل: "کله چې دوی [الوتونکي] د چینايي مانجه تار پر لور الوځي، دغه تارونه د هغوی وزرونه، غاړې او پښې سختې ټپي کوي. اکثرا یې ددغو ټوپونو په وجه پر ځمکې لویږي او بې حرکته کیږي."

هغه زياته کړه، ډېر لږ داسې پېښېږي، چې د دغو مرغانو د ټپونو درملنه وشي او په ډېرو مواردو کې يې د مرګ لامل کېږي.

پلینیسامي وویل: "پولیس معمولا د کاغذ پران په وجه رامنځته شوي د انسانانو ټپونه یا مړینې ثبتوي، خو په ندرت سره په هند کې د وحشي مرغانو د ټپي کیدو یا مړینې پیښې ثبت کیږي. په دې کې شک نشته چې په زرګونو مرغۍ د کاغذ پران په وژونکي تار ټپیان کیږي."

زیات شمیر سیمه ییز خلک وایی چې په هند کې د مانجه د کارولو مخه نیول ګران کار دی.

د ګجرات په سورت کې یوې ښوونکې کروتي دسای وویل: "تاسو د هند په هر ځای کې چینایي مانجه ترلاسه کولی شئ. دا د ټول هیواد په زیرزمیني بازارونو، ښارونو، ښارګوټو او حتی په کلیو کې د لاسرسي وړ دی. همداشان انلاین هم اخیستل کیدی شي."

هغې زیاته کړه: "چینایي مانجه هر کال په هند کې لسګونه کسان او نامعلوم شمیر مرغان وژني. پدې وژونکي مانجه تار باندې د بندیز د پلي کولو لپاره باید د پولیسو سخته څارنه موجوه وي."

XS
SM
MD
LG