د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو کندهار کې یوه پولیسه وژلې


د دغه برید مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی
د دغه برید مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی

چارواکي وايي، په کندهار ښار کې یوه ښځينه پولیسه په غلچکي برید کې وژل شوې ده.

پېښه نن یکشنبه غرمه د اکتوبر ۲۵ (لړم ۴) د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې رامنځته شوې ده.

وژل شوي پوليسې د کندهار په عمومي محبس کې دنده لرله.

د کندهار د پوليسو وياند جمال بارکزي امریکا غږ ته وویل چې د فرشتې په نوم یاده پولیسه له کور څخه د دندې پر لور روانه وه چې وسله والو طالبانو پرې غلچکی برید کړی او وژل شوې ده.

هغه زیاته کړه: "ښځينه پولیسه په نهمه امنیتي حوزه کې له خپل کور څخه د دندې د تګ په حال کې وه چې د وسله والو طالبانو تر برید لاندې راغلې او وژل شوې ده، پولیسې ښځې له ډیرې مودې په پولیسو کې دنده لرله خو له تیرو ۳ کالونو راهیسې د سرپوزې په محبس کې دنده تر سره کوله"

په تيرو ۴ مياشتو کې دا په کندهار ښار کې شپږمه پوليسه ده چي په غلچکيو بريدونو کې وژل کيږي.

چارواکي وايي چي په کندهار کي د ښځينه پوليسو دندي تر ډيره د جنايي او امنيتي پېښو پر مهال د تلاشيو اخيستل وي خو ښار ته په ټولو ننوتونکو لارو کې هم د ښځینه مسافرینو د تلاشیو مسولیت لري.

تر اوسه په خپلواکه توګه چا د دې تازه پېښي مسئوليت په غاړه ندی اخيسی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG