د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو وهلي ماشوم کورنۍ د واکسین په اهمیت نه پوهیدله


روغتیایي چارواکي وایي، چې پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ درملنه نلري، که چیرې یو ځل ماشوم په دې ناوړه ناورغۍ اخته شو نو د تل لپاره به ملول وي.

په خوست کې د وزیرستاني کډوالو یو څلور کلن ماشوم په کال ۲۰۱۶ ميلادي کې د ګوزڼ له امله په يوه پښه فلج شوی، ده ته د دغې خطرناکې ناروغۍ ضد واکسين نه وو تطبيق شوي. اوس به د معلوليت کړاوونه د ژوند تر پايه پرځان زغمي.

د وزيرستاني کډوالودا ماشوم د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د پوليو له ناروغۍ سره مخ شوی. د ده تره دلبرجان ټوله پړه پر خپل ځان او خپله کورنۍ اچوي، ځکه د ګوزڼ ضد واکسين يې بې اهميته بللي وو.

هغه وویل" په لومړيو کې تبه ورتله، کله مو چې ډاکټرانو ته يوړ، چا به ويل چې ملاريا ده، چا به ويل چې شري نيولی دی، خو چې خوست ته راغلو، دلته واکسيناتوران راغلل، هغوی ټېسټونه وکړل او ويې ويل چې پوليو وهلی دی".

د دغه ماشوم نيکه حاجي لمبات وايي، د ټولې کورنۍ ستره هيله دا ده، چې لمسی يې فلج نه وی وهلی، خو د ډاکټرانو په وينا دا کار هله ممکن و، چې د ګوزڼ ضد واکسين ورته تطبيق شوي وای.

حاجي لمبات له ټولو کورنيو غوښتنه لري، چې د خپلو ماشومانو د ښې روغتيا او د روښانه راتلونکي په خاطر هغوی ته حتماً د ګوزڼ ضد واکسين په خپل وخت تطبيق کړي.

ده وويل"دا تکليف يې دی، چې ټوله ورځ مو په غېږ کې نيول وي، زموږ ټوله کورنۍ ورته ځورېږي. که دا واکسين مو ورکړي وای، نو دا تکليف به نه و راته جوړ شوی. د واکسين په ګټه خو موږ نه پوهېدو".

د دې ولايت بل اوسېدونکی فريدالله وايي، چې د هر کمپاين پرمهال يې خپل ماشومان د پوليو ضد واکسين کړي دي.

هغه زیاتوي، چې ځينې خلک د پوليو د خطر او د واکسين د اهميت په اړه لازم معلومات نلري.

"پوليو ډېره خطرناکه ناروغي ده، بايد له منځه يوړل شي. خلک بايد له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته حتماً واکسين ورکړي. که کلي ته واکسين نه وي ورغلي، ماشومان بايد ښار ته پسې راوړي".

د خوست د ولايتي شورا غړې زهره جلال پر هغو خلکو، چې ګني لاهم د ګوزڼ له ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژغورنې په لارو چارو پوره نه پوهېږي، ماشومانو ته د واکسين پرتطبيق ټينګار کوي.

هغه وویل"ددې لپاره چې له داسې برخليک سره مخ نشو، چې کوم خپلوان مو د کورنۍ د اوږو بار وي، نو بايد د دوه څاڅکو واکسين په وسيله د ګوزڼ مخنيوي وشي او ټول عمر سالمه روغتيا ولري".

ټاکل شوې چې د ۲۰۲۰ ميلادي کال تر اخره په افغانستان کې د پوليو ناروغۍ ويروس محوه شي، خو روغتيايي کارکونکي وايي، که کورنۍ ورسره همکاري ونه کړي، تر پنځه کلنۍ کم عمره ټول ماشومان د فلج له ګواښ سره مخ کېدای شي.

XS
SM
MD
LG