د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیاپال د کندهار شاه ولي کوټ ته لاس رسی غواړي


څو څاڅکي واکسین، ماشومان له عمري فلج ژغورلې شي
څو څاڅکي واکسین، ماشومان له عمري فلج ژغورلې شي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د کندهار ولایت په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې زرګونه ماشومان په بیړنۍ توګه د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ته اړتیا لري.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې په شاه ولي کوټ کې د نړۍ تر هرې بلې سیمې ډیر،‌ د ګوزڼ پیښې تایید شوي دي.

سږکال د پولیو درې مثبتې پیښې په کندهار ولایت کې تایید شوي‌ چې دوې یې په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې وې.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په ټول کندهار کې د پولیو د واکسیناسیون لپاره چمتوالی لري،‌ خو حکومت، وسله والې ډلې او سیمیز خلک باید ماشومانو ته د روغتیاپالو لاس رسی برابر کړي.

د پولیو واکسین چې ماشومان د عمر تر پایه فلج کوي له افغانستان او پاکستان پرته په ټولې نړۍ کې له منځه وړل شوی.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي که په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې د پولیو جرړلې ونه ایستل شي، نو د پولیو ساري وایروس به په ټول افغانستان کې د ماشومانو لپاره جدي ګواښ وي.

XS
SM
MD
LG