د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د پولیو یوه تازه پېښه ثبت شوې


ننګرهار کې د پولیو د درییمې پیښې په ثبتیدو سره روان عیسوي کال کې افغانستان کې د دغې ناروغۍ د پیښو شمیر لسو ته رسیدلی دی.
ننګرهار کې د پولیو د درییمې پیښې په ثبتیدو سره روان عیسوي کال کې افغانستان کې د دغې ناروغۍ د پیښو شمیر لسو ته رسیدلی دی.

د ننګرهار ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو تازه مثبته پېښه دوه ورځې وړاندې ثبت شوې ده چې ور سره په دغه ولایت کې د پولیو پېښو دریو او په ټول افغانستان کې یې شمیر لسو ته پورته شوی دی.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست کې د واکسینو د پروسې مشر ډاکټر جان محمد امریکا ته وویل:" تازه پېښه د مومندرې ولسوالۍ په باسول ساحه کې ثبت شوې ده چې د علي په نوم یو اته میاشتنی ماشوم یې وهلی".

نوموړی زیاتوي چې دغه ماشوم په مسلسله توګه واکیسن اخیستي دی.

هغه وویل چې په سیمه کې دا خپور شوی وایروس اصلي سرچینه له پاکستان څخه انتقال شوې ده.

ډاکټر جان محمد زیاته کړه چې د ننګرهار په یو شمېر سیمو کې په محیط کې لګېدلی د پولیو وایروس له پاکستان څخه افغانستان ته کډوالو کورنیو راوړی چې په دغه ولایت کې د درې واړو پېښو وایروس د ګاونډی هېواد نه افغانستان ته رالېږدول شوی دی.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وايي ددغې پېښې له ثبتېدو وروسته غواړي په ننګرهار کې د نورو پېښو د مخنیوي په خاطر د واکسینو ځانګړی کمپاین هم وکړي.

په روان کال کې په افغانستان کې د پوليو د ټولو پېښو شمېر لسو ته ورسید چې درې په ننګرهار،درې په کندهار، دوه په هلمند، یوه په زابل او یوه هم په کندز ولایت کې ثبت شوې ده.

XS
SM
MD
LG