د لاس رسي وړ اتصالات

د فاریاب ولایت په ولسوالیو کې د پولیو د ګوزڼ فرعی کمپاین


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایېد نوامبر د میاشتې په ۲۲مېنیټېد فاریابولایت په ټولو ولسوالیو کې به د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ فرعي واکسین پیل کړي. نږدې دوه اوونۍ وړاندې د دې ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې وه

د افغانستان د عامې روغیتا وزارت په پام کې لري چې د پولیو د ویرس د مخ نیوي په هدف د فاریاب ولایت په ټولو ولسوالیو کې د واکسین درې ورځنی کمپاین پیل کړي.

ټاکل شویده د واکسینپدې دور کې تر درې سوه زره زیات ماشومان د پنځه دیرش زره صحي کارکونکو او رضاکارانو لخوا واکسین شي.

د عامې روغیتا وزارت د کتلوي معافیت مرستیال ډاکټر ګلاخان ایوب یې په اړه داسې وایې.

" پدې خاطر چې د پولیو ویرس د قیصار ګاونډیو ولسوالیو ته خپور نشي، پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ ناروغۍ ته د ځواب ورکونې پروګرامد نوامبر په دوه ویشتمه په فاریابولایت کې پیلوو"

ښاغلي ایوب زیاته کړه،د امینتي ستونزو له امله به بیا هم پدې ولایت کې له ۱۹ زره زیات ماشومان له واکسین څخه پاتې شي.

د هغه په وینا، په غورچ ولسوالۍ کې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان نشي کولی په دې دوره کې واکسین واخلي .

" بیا هم یوه مهمه ولسوالۍ چې غورماچ یادیږي، د امینتي ستونزو له امله نشو کولی چې تر خپل پوښښ لاندې یې ونیسو او پدې کې به تر ۱۹ زره زیات ماشومان له واکسین نه پاتې کیږي خو مونږ هڅې رواني دي چې پدې ولسوالۍ کې وکولی شو واکسین تطبیق کړو "

ډاکټر ګلاخان زیاتوي، که څه هم د واکسین په تېرو دورو کې د غورماچ ولسوالۍ تر پوښښ لاندې وه خو د ځینو امینتی ستونزو له امله یو شمېر ماشومان له واکسین څخه پاتې شول.

دهغهپه وینایې، هڅه کوي چې د سیمې د خلکو او ملا امامانو په مرسته پدې ولسوالۍ کې دپولیو واکسین تر سره شي.

XS
SM
MD
LG