د لاس رسي وړ اتصالات

۹.۹ میلیون افغان ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پيل شو


د یو افغان ماشوم په خوله کې د واکسین څاڅکي‌ اچول کیږي
د یو افغان ماشوم په خوله کې د واکسین څاڅکي‌ اچول کیږي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق (یونیسف) په دغه هیواد کې د ماشومانو د ګوزڼ (پولیو) واکسین کمپاین د نوي دورې پیلېدو خبر ورکړ.

یاد سازمان ویلي چې په تازه پيل شوي کمپاین کې به تر پنځه کلنۍ کم عمره ۹.۹ میلیون افغان ماشومان واکسین شي.

د یونیسف په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه کمپاین د روانې جنورۍ میاشتې له ۱۷ (مرغومې۲۷) څخه په ټول هیواد کې پیل شوی چې تر څلورو ورځو به دوام وکړي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په دغه څلورو ورځو کې د واکسین کوونکو ټېمونه کور په کور ګرځي تر څو تر پنځه کلني کم عمره ماشومان واکسین کړي. یونیسف له کورنیو څخه غوښتي چې د پولیو واکسین د تطبیق لپاره باید له واکسیناتورانو سره مرسته وکړي.

دغه صندوق همدارنګه ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د وروستۍ میاشتې په کمپاین کې ۸.۵ میلیون ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شو.

د یونیسف په وینا په وروستي کمپاین کې هغو ماشومانو ته هم واکسین ورسول شو چې تر دامهاله یې واکسین نه شوی.

په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په افغانستان کې یوازې د پولیو څلور مثبتې پېښې ثبت شوي وې چې څلور واړه یې په کندز او غزني ولایتونو کې وې.

یونیسف په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د استازي داپنګ لوو له قوله ویلي: "په ۲۰۲۲ میلادې کال کې په افغانستان کې د ماشومانو د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره ښه فرصت لرو. دې هدف ته د رسېدو لپاره موږ په ۲۰۲۲ میلادي کال د پولیو پنځه نور کمپاینونه تر سره کوو."

ښاغلي لوو زیاته کړې چې په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو لپاره ښه اقدامات تر لاس لاندې نیول شوي دي او په خبره یې دغه پروګرامونه به په روان کال کې پراختیا پيدا کړي.

پر همدې مهال په افغانستان کې د یونیسف استازي الیس اکونګا ویلي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ژمن دی چې تر څو ډاډ تر لاسه کړي چې ټول افغان ماشومان له پولیو او نورو ناروغیو څخه د واکسین له لارې ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې:"موږ باید سږ کال خپلې هڅې لار زیاتې کړو چې تر څو د پولیو واکسین هر ماشوم ته ورسوو او د دتل لپاره د دغه ناروغۍ ریښې وباسو."

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې له هغو دوو هیوادونو څخه دي چې د پولیو ناروغۍ لا پکې له ماشومانو څخه قرباني اخلي.

XS
SM
MD
LG