د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پيل شو


د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت وايي، له نړیوالو روغتیايي بنسټونو سره په همکارۍ یې د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پيل کړ.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ جولای ۲۵ (زمري درېیمه) ویلي چې په دغه څلور ورځني کمپاین کې به تر پنځه کلنۍ کښته ۶.۷ میلیون ماشومان واکسین شي.

ددغه وزارت د معلوماتو په اساس دغه کمپاین به په هغو ولسوالیو کې هم تطبیق شي چې په ژمې کې د هوا یخوالي له امله له واکسین څخه پاتې شوي دي.

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت سرپرست قلندر عبادي د یاد واکسین د تطبیق په اړه د واکسیناتورانو له هڅو څخه مننه کړې ده.

هغه ویلي: "خلک په ځانګړي ډول میندې او پلرونه باید د خپلو بچیانو راتلونکې سلامتي او د واکسیناتورانو زحمت په نظر کې ونیسي او تر پنځه کلنۍ کښته خپل ټو ماشومان واکسین کړي."

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت تائید کړه چې د روان میلادي کال پیل څخه بیا تر دا مهاله یې په هیواد کې د پولیو شپږ سر تاسري کمپاینونه تر سره کړي دي.

د دوی په دغه کمپاینونه د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې ګټور تمام شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې چې افغانستان اوس مهال تر بل هر وخت د ګوزڼ یا ماشومانو د فلج ناروغۍ ورکېدو ته نژدې شوی دی او له قومي مشرانو او دیني علماو څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

د طالبانو د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په پکتیکا ولایت کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده چې یادې پېښې هم د پاکستان د بلوچستان ایالت کوټې ښار د پولیو ویروس سره شباهت لاره.

XS
SM
MD
LG